م. م: ۲۰۱۳ کې ٪۳۰ ولسي مرګ ژوبله ډېره شوې

افغانستان
Image caption یونما د ولسي مرګ ژوبلې د ډېرېدو لامل د سړک غاړې ماینونو ډېرې چاودنې یادوي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر 'یونما' وايي، په دغه هېواد کې د ولسي وګړو مرګ ژوبله ډېره شوې ده.

یونما په دغه هېواد کې د ولسي وګړو دېرش سلنه مرګ ژوبله د اندېښنې وړ وبلله او له ښکېلو خواوو يې وغوښتل، چې د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې مخنیوی ته ډېره پاملرنه وکړي.

په کابل کې د یونما د ادارې د بشري حقونو د برخې مسوولې جورجېت ګنیان بي بي سي ته وویل، چې د روان کال په لومړیو دریو میاشتو کې د ولسي وګړو مرګ ژوبله د تېر کال د همدغې مودې په پرتله دېرش سلنه ډېروالی موندلی دی.

د مېرمن جورجېت په وینا په دغه موده کې شاو خوا پنځه سوه ولسي وګړي وژل شوي او اته سوه نور ټپیان شوي دي، چې په وینا ډېری یې د سړک غاړې ماینونو په چاودونو کې وژل شوي دي:

٪۷۲

''زموږ موندنې ښيي، چې د ولسي وګړو مرګ ژوبلې ۷۲ سلنه د دولت مخالفو وسله والو ډلو او لس سلنه د افغان او نړیوالو ځواکونو لخوا ترسره شوي دي. موږ همداراز موندلې، چې د ولسي وګړو ۱۳ سلنه مرګ ژوبله د ښکېلو خواوو په جګړو رامنځ ته شوې ده. ډېر شمېر خلک د سړک د غاړې د ماینونو له کبله وژل شوي دي.

موږ همداراز موندلې، چې د فراه وروستی پېښې ته ورته ډله ییز بریدونه ډېر شمېر ولسي وګړي وژني او ټپیانوي يې. موږ همداراز موندلې، چې په هوايي بریدونو کې د ولسي وګړو مرګ ژوبله ډېره شوې ده، خو د سړک د غاړې د ماینونو په پرتله يي مرګ ژوبله لږه ده''.

د نادولتي سازمانونو د خوندیتوب د ادارې لخوا د شوې څېړنې له مخې په ټولییزه توګه په افغانستان کې د وسله والو طالبانو بریدونه د روان کال په لومړیو دریو میاشتو کې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۴۷ سلنه ډېر شوي دي.

دغه بنسټ همداراز وايي، په روان زېږدیز کال کې د مرستندویه موسسو پرکارکوونکو ۳۹ د تاوتریخوالي پېښې ثبت شوي، چې د ملګرو ملتونو کارکوونکي په کې شامل نه دي.

Image caption یونما وايي د روان کال په لومړیو درو میاشتو کې ۵۰۰ افغانان وژل شوي.

په تېرو دریو میاشتو کې افغانستان د څو خونړیو پېښو شاهد و، چې لسګونو ولسي وګړو ته يي مرګ ژوبله واړوله.

د روان زېږديزکال د اپرېل میاشتې په لومړیو کې په فراه ولایت کې په یوه ډله ییز ځانمرګي برید کې څه باندې پنځوس تنه ووژل شول او له سلو ډېر پکې ټپیان شول.

د روان زېږدیز کال د اپرېل په اومه نېټه د کنړ په شیګل ولسوالۍ کې د افغان او ناټو په ګډو عملیاتو کې یوولس ماشومان ووژل شول.

د ملګرو ملتونو سازمان په روان کال کې داسې مهال د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې د دېرش سلنې د ډېروالي په اړه اندېښنه څرګندوي، چې تېر کال په ټولییزه توګه د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې کچه ۱۲ سلنه ټيته شوې وه.

ورته مطالب