کندوز کې د سیمه ییزو پولیسو پر پوستې برید شوی

Image caption یوه اونۍ مخکې وسله والو طالبانو په غزني ولایت کې له یوه ځايي پولیس سره د لارې جوړولو په وسیله د ځايي پولیسو شپږ سرتېري ووژل.

د افغانستان په شمالي کندوز ولایت کې ځايي چارواکي وايي د وسله والو په یوه برید کې پنځه سیمه ییز پولیس وژل شوي دي.

د کندوز د امنیې قومندانۍ د امنیت امر وايي چې سیمه ییز پولیس د دغه ولایت په دشت ارچي سیمه کې تېر ماښام وژل شوي دي.

د کندوز د امنیت امر عبدالله تلوار وايي سیمې ته یې د نورو معلوماتو تر لاسه کولو لپاره پلاوی لېږلی او د پلټنو له بشپړېدو وروسته به د پېښې د نورو جزیاتو په اړه رسنیو ته معلومات ورکړي.

له دې مخکې د کندوز د دشت ارچي د ولسوال ویندوی نظرمحمد ویلي و، چې یوه وسله وال طالب د سیمه ییزو پولیسو پنځه سرتېري په ډزو ویشتلي او وژلي دي.

د نوموړي په وینا برید ګر د سیمه ییزو پولیسو مشر پاچاخان هم وژلی.

د ولسوال ویاند زیاته کړه، چې د حکومت یو وسله وال مخالف د میلمه په توګه د سیمه ییزو پولیسو پوستې ته ورغلی، هلته شته سرتېري یې مسموم کړي او وروسته یې وژلي دي.

کندوز کې یوې سرچینې د بي بي سي خبریال ته ویلي، چې برید ګر د پولیسو له وژلو وروسته د هغوی پوستې ته اور ورته کړی.

وسله والو طالبانو رسنیو ته په یوه لېږلي پیغام کې ویلي، چې دغه برید د دوی ملګرو کړی، پنځه سیمه ییزو پولیس یې وژلي او د هغوی وسلې او مهمات یې له ځانه سره وړي.

یوه اونۍ مخکې وسله والو طالبانو په غزني ولایت کې له یوه سیمه ییز پولیس سره د لارې جوړولو په وسیله د سیمه ییزو پولیسو شپږ سرتېري ووژل.

ورته مطالب