د کابل ښار د کانالايزاسيون لپاره تگلاره جوړيږي

Image caption په کابل ښار کې د ټټيو د اوبو لپاره هم د لېږد جوړښتونه په پام کې نه دي نيول شوي چې په دې سره د څښاک ټولې اوبه ککړې شوې دي.

د افغانستان د ښاري پرمختيا وزارت وايي چې د کابل ښار د کانالايزاسيون جوړولو لپاره تگلاره د جوړيدو په حال کې ده او په وينا يې چې په بشپړېدو سره به یې د دغه ښار د کانالايزاسيون ستونزې غوڅې شي.

خو د دغې تگلارې د جوړولو د کمېسيون چارواکي وايي چې د دغې پروژې د بشپړولو لپاره شاوخوا يو مليارد ډالرو ته اړتيا لري، چې که مرستندويان ورسره په کړو ژمنو ودرېږي، ښايي په راتلونکو څو کالو کې دغه پروژه بشپړه شي.

کابل د نړۍ په پلازمېنو کې ښايي لومړنۍ پلازمېنه وي چې د ښاري کانالايزاسيون د نشتوالي له امله يې اوسيدونکي ستونزې گالي.

د کابل ښار هرې کوڅې او هر واټ ته چې سړى ورشي، نو د کانالايزاسيون د نشتوالي ستونزه په کې له ورايه څرگنده وي، په تېره بيا په هغو ورځو کې چې شړکنده بارانونه و اوري، نو ورسره ټولې خاورې خځلې هغو واټونو ته رالېږدي چې هم پلي کسان په کې تگ راتگ کوي او هم غټ او واړه گاډي.

د دې تر څنگ په کابل ښار کې د ټټيو د اوبو لپاره هم د لېږد جوړښتونه په پام کې نه دي نيول شوي چې په دې سره د څښاک ټولې اوبه ککړې شوې دي.

مخکینۍ هڅې

که څه هم په کابل ښار کې د دغې ستونزې د لرې کولو لپاره څو ځلې داسې تگلارې اعلان شوې چې گواکې د دغې ستونزي د هواري لپاره ټولې اسانتياوې په پام کې نيول شوې، خو وروسته بيا د بودیجې د کموالي له امله هر څه په ټپه دريدلي دي.

په ١٣٨٧ کال کې هم په ورته تگلاره هوکړه شوې وه، خو هماغه مهال هم د بودیجې د کمښت له امله وځنډيده.

د ښاري پرمختيا وزير حسن عبداللهي بي بي سي ته وويل چې دا پلا به د دغې تگلارې د پلي کولو لپاره حتماً د مرستندويانو دروازې ور وډبوي او دغه تشه به ډکه کړي:

"د جرمني له خوا د شاوخوا درې مليونو ډالرو مرستې ژمنه شوې، چې په دغو پېسو به زموږ لومړنۍ څېړنې بشپړې شي، دا رنگه هغه تگلارې به هم پرې و ارزول شي چې څنگه دغې سترې پروژې ته چاڼ خونې جوړې شي او نور اړين کارونه به پرې تر سره شي، دا رنگه ټولې تخنيکي چارې به يې هم پر همدغو پېسو بشپړې شي."

ښاغلى عبدالهي هم دا مني چې د دغې تگلارې پر سر څېړنې او پلټنې به ښايي ډېره موده ونيسي، خو دا هم ورسره زياتوي چې دا پلا دوى تر پخوا زيات د دغه پلان د پلي کولو لپاره هوډمن دي.

خو د کابل د اوبو رسولو مشر او د چاپيريال ساتنې د برخې کارپوه دادمحمد بهير وايي چې لا هم په دې برخه کې د هغوى څېړنې نه دي بشپړې شوې او د دغې پروژې د بشپړېدو لپاره شاوخوا يو مليارد ډالرو ته اړتيا ليدل کيږي.

ښاغلى بهير وايي چې د ککړو اوبو د لېږدولو لپاره تر هر څه د مخه هغوى اړ دي چې هر کور ته د اوبو نلکې وغځوي.

د هغه په خبره تر هغې پورې چې پاکې اوبه په کورونو کې نه وي، د ککړو اوبو لېږد ورته گران څه چې ناشونى هم دى.

هغه وايي چې اوس دوى په دې برخه کې څېړنې بشپړې کړې او ښايي لومړنۍ پروژه چې دغه چاره به په کې بشپږېږي هغه د احمد شاه بابا مېنه وي.

کابل ښايي د نړۍ د پلازمېنو په ډله کې د گوتو په شمېر هغو پلازمېنو څخه وي، چې لا هم د اوبو د کانالايزاسيون نه بې برخې پاتې ده.

دا رنگه په دغه ښار کې د هرې ورځې په تېرېدو سره د اوسيدونکو په شمېر کې يې هم له تصوره د باندې زياتوالى راځي او گڼو کليوالو هم دغه ښار ته مخه کړې.

که څه هم په تېرو شاوخوا ۱۰ کالو کې د اوسيدو گڼې مېنې هم جوړې شوې چې تر ډېره په کې د کانالايزاسيون جوړښتونه په پام کې نيول شوي، خو بيا هم دغه ښار چې په ټوله کې د پنځو لکو کسانو د اوسیدو وړتيا لري دا مهال په کې لس میليونه کسان ژوند کوي، چې په دې سره هم په دغه ښار کې د ښاري پرمختيا تگلارې د خنډ او ځند سره مخامخ شوې دي.

ورته مطالب