"سویډن له ۲۰۱۴ وروسته هم افغانستان سره دی"

Image caption افغانستان کې پاتې کېدو څرنګوالي په اړه به افغان حکومت او خپلو شريکانو سره خبرې کوو. نېل ډانيل کارل بېلډ

د سويډن د بهرنيو چارو وزير ويلي هېواد به يې له ٢٠١٤ وروسته هم په افغانستان کي پاتې کېږي او غواړي ملکي برخه کې خپله ونډه پياوړې کړي.

نېل ډانيل کارل بېلډ دغه څرګندونې کندهار ته د خپل سفر پرمهال يوې خبري غونډه کې کولې.

ښاغلې بېلډ وويل د افغانستان راتلونکي په اړه هېڅ اندېښنه نه لري ځکه افغان ځواکونه يې په وينا اوس د دې وړتيا لري چې له خپلي خاورې دفاع وکړي.

ده وويل افغانستان کې پاتې کېدو څرنګوالي په اړه به افغان حکومت او خپلو شريکانو سره خبرې کوي:

" مو بايد له افغان حکومت سره خبرې وکړو، ما له وزير زلمي رسول سره په دې اړه خبرې کړې دي، موږ بايد په دې ځانګړې مسئله کې په شمال کې چېرې چې مېشت يوو، له خپلو شريکانو سره خبرې وکړو، بنسټيز ځواب، هو، دی، موږ چمتو يو چې پاتې شو، خو د يو ډول روزنيزو چارو په څېر له محدودو فعاليتونو سره او موږ اوس د دغې ونډې د بڼې ټاکلو بهير کې يو، دا بايد زموږ شريکانو او طبعاً لومړي سر کې له افغان حکومت سره د خبرو له لارې وشي"

د سويډن بهرنيو چارو وزير د افغانستان ثبات لپاره راتلونکې ولسمشريزې ټولټاکڼې خورا مهمې وبللې او هيله یې وښوده چې دغه ټاکنې رڼې ترسره شي.

ده وويل هېواد به يې له دې وروسته دپوهنې او لوړو زده کړو په برخه کې خپلې مرستې زياتوي.

ډانيل کارل بېلډ د دې پوښتنې په ځواب کې چې پاکستان به د بروکسل چارشنبې/شورو درې اړخيزې غونډې وروسته د افغانستان سولې او ثبات برخه کې رښتيني ګامونه واخلي، وويل:

" پاکستان هم له يوه خورا مهم پړاوه تېرېږي، دوی راتلونکې ټاکنې لري، امنيتی وضعيت يې پېچلی دی، اقتصادي وضعيت يې سخت دی، فکر کوم پاکستان بايد کرار افغانستان ولري، دا له هره اړخه د پاکستان په ګټه ده. زه په رښتني توګه هيله لرم هغه حکومت چې راتلونکو څو اوونيو کې پاکستان کې له ټاکنو راووځي، يو داسې حکومت وي چې په رښتينې توګه پاکستان کې هم کرارۍ ته ژمن وي. په روښانه ډول هغه خبرې چې موږ يې د سويډن او اروپايي ټولنې له لوری له ټاکنو وروسته پاکستان سره لرو، دا به يو مهم ټکی وي چې موږ به يې له پاکستان سره خپلو اړيکو کې راپورته کوو."

د سويډن بهرنيو چارو وزير بروکسل کې د ناټو هېوادونو بهرنيو وزيرانو له غونډې وروسته د افغانستان په سفر تللی و.

ورته مطالب