کوکنار عملیاتو کې تر اوسه ۲۰۰ کسان وژل شوي

Image caption د کوکنار کروند د له منځه وړلو پروګرام له فراه، هرات، او کندهار ولایتونو پیل شوی او اوس په زابل، اروزګان، لغمان، او کنړ ولایتونو کې دوام لري.

افغان حکومت وايي سږ کال د کوکنارو کروندو د له منځه وړلو د عملیاتو له پیل راهیسې څه باندې دوه سوه تنو ته مرګ ژوبله اوښتې چې دا شمېر د دوی په وینا په تېر کال کې د ورته مودې په پرتله دوه چنده زیاتوالی ښيي.

له نشه یي توکو سره د مبارزې وزارت چارواکي وايي په افغانستان کې د نشه یي توکو د مافیا او وسلوالو طالبانو د نشه یي توکو زېرمې خالي شوي او د دغې تشې د ډکولو لپاره دوی هڅه کوي چې سږ کال په افغانستان کې د کوکنارو حاصلات زیات شي.

د افغانستان له نشه یي توکو سره د مبارزې مرستیال وزیر ابراهیم ازهر وايي له همدې امله دوی د کوکنارو له کروندو سخته دفاع کوي او د همدې سختې دفاع له امله د کوکنارو د کروندو د له منځه وړلو په عملیاتو کې د مرګ ژوبلې کچه د تېر کال په پرتله دوه چنده زیاته شوې ده.

ښاغلی ازهر وايي د کوکنارو د کروند د له منځه وړلو په عملیاتو کې چې شاوخوا ۴۰ ورځې وړاندې پیل شوي ۸۷ تنه زیات وژل شوي او شاوخوا ۱۴۰ نور ټپیان شوي دي.

د ده په وینا د ملي پولیسو او ملي اردو سرتېري او بزګر د دې عملیاتو د قربانیانو زیاته برخه جوړوي.

د کوکنار کروند د له منځه وړلو پروګرام له فراه، هرات، او کندهار ولایتونو پیل شوی او اوس په زابل، اروزګان، لغمان، او کنړ ولایتونو کې دوام لري.

له نشه یي توکو سره د مبارزې وزارت چارواکي وايي د روانو عملیاتو له پیل راهیسې لږ تر لږه شپږ زره هکتاره ځمکه له کوکنارو پاکه شوې او په پام کې ده چې د پلان له مخې په نهه زره هکتاره کرل شوي کوکنار هم له منځه یوړل شي.

د دوی په وینا که وکولای شي په ۱۵ زره هکتاره ځمکه کرل شوي کوکنار له منځه یوسي نو د تریاکو د تولید په کچه کې به لږ تر لږه ۷۵ متریکه ټنه کموالی راشي.

له نشه یي توکو سره د مبارزې وزارت د معلوماتو له مخې تېر کال په ۱۵۴ زره هکتاره ځمکه کوکنار کرل شوي او سږکال تخمین کېږي چې د کوکنار کر به یو فیصد زیات شوي وي.

د افغان دولت او نړېوالې ټولنې له هڅو سره سره افغانستان لا هم په نړۍ کې د نشه یي توکو ستر تولیدوونکی هېواد او د نړۍ څه د پاسه ۹۰ ٪ نشه یي توکي تولیدوي.

ورته مطالب