پاکستاني سرحدي عسکرو له اورپکو سره لاس یو کړی

Image caption تر دې وړاندې په سوېل کې د سرحدي ځواکونو عمومي قومندان هم پاکستاني پوله ساتي ځواکونه له وسله والو سره په مرسته کولو تورن کړي وو.

په کندهار کې د افغان سرحدي ځواکونو چارواکي وايي، چې وسله وال اورپکي د پاکستاني پوله ساتونکو ځواکونو په مرسته پر دوی بریدونه کوي.

ويل کېږي، چې د حکومت وسله وال مخالفين تر ډېره دغه بريدونه د کندهار په سرحدي ولسوالۍ سپين بولدک کې پر سرحدي پوليسو کوي چې له بریده وروسته د پاکستاني پوليسو په مرسته بېرته دغه هېواد ته لېږدول کېږي.

په کندهار کې د دریم سرحدي زون د چټک غبرګون د قطعې مشر سمنوال جانان وايي، له دوی سره تر جګړې وروسته وسله والو ته پاکستاني پوله ساتې ځواکونو پناه ورکوي.

عام او خاص

د قوماندان جانان په وینا، په دې اړه یی له پاکستاني چارواکو سره خبرې کړې، خو هغوی ورته ویلي چی د جګړې پر مهال عام وخاص ددوی پوستو ته ورځي چې دوی په کې د افغان ځواکونو دښمنان نه شي پېژندلای.

که څه هم په وار وار د افغانستان په چارو کې د پاکستان د لاسوهنې مستند اسناد وړاندې شوي، خو لا تر اوسه هم د نړيوالي ټولنې په ګډون افغان دولت هېڅ کوم اقدام نه دى کړى.

تر دې وړاندې په سوېل کې د سرحدي ځواکونو عمومي قومندان هم پاکستاني پوله ساتي ځواکونه له وسله والو سره په مرسته کولو تورن کړي وو.

افغان امنیتي سرچینې وايي، وسله وال د پولې له هاغاړې را اوړي او د افغانستان په خاوره کې له ترهګریزو بریدونو او ماین اېښودلو وروسته بېرته پاکستان ته اوړي.

ورته مطالب