پکتیا کې یوه پولیس دوه ملګري وژلي

Image caption پولیس د خپلو ملګرو تر وژلو وروسته طالبانو ته تښتېدلی.

په پکتیا کې چارواکي وايي، د دغه و لایت مرکز ګردیز ته نژدې په یوه سیمه کې د ملي پولیسو یوه سرتېري خپل دوه ملګري په ‌ډزو وژلي او یو بل یې ټپي کړی دی.

د پکتیا د والي ویاند روح الله سمون رسنیو ته ویلي، چې دغه افسر خپل درې ملګري په ډزو ویشتلي، دوه یې وژل شوي او یو ټپي دی.

نوموړی وايي، چې قاتل عسکر له ځانه سره یو راکټ، یوه پیکا، څلور کلاشینکوفونه او کارتوس وړي او طالبانو ته یې ځان رسولی دی.

دی وايي، چې دا ټول څیزونه یې پخپل رنجر کې تښتولي دي.

د پکتیا امنیه قومندان دغه پېښه مني، خو په دې اړه له خبرو کولو ډډه کوي.

په همدې حال وسله والو طالبانو هم په اعلامیه کې ویلي چې د دوی وسله والو ګردېز ته څېرمه پر یوه پوسته برید کړی او د څلور پولیسو د وژلو ادعا کوي.