خرم: ناټو د پاک-افغان پولې پر سر ترینګلتیا کې ښکېله ده

Image caption پاکستاني غاړې ويلي چې ځواکونو یې د هغوى د گورسال په نامه سيمه کې د يوې زړې پوستې بيا جوړول پيل کړي.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې په دې تړاو ولسمشر کرزي، خپل امريکايي سيال بارک اوباما ته په استول شوي ليک کې غوښتنه کړې، چې د کابل او واشنگټن ترمنځ د شته تړون له مخې دې پر پاکستان زور راوړي چې د هغه څه نه تېر شي چې په پوله کې يې ترسره کړي دي.

اوباما ته لیک

د ولسمشر د دفتر ريس عبدالکريم خرم بي بي سي ته وويل چې دغه ليک شاوخوا دوې اونۍ وړاندې ښاغلي اوباما ته استول شوی دى.

ښاغلي خرم دا رنگه وويل چې د ننگرهار ولايت گوشتې ولسوالۍ ته لېږل شوي پلاوي د افغانستان ملي امنيت شورا ته په ورکړل شوي رپوټ کې دا روښانه کړې، چې په دغه سيمه کې د پخوانيو مجاهدينو سنگرونه ټینگ وو، چې وروسته يې بيا بهرنيو ځواکونو ته خوشې کړي وو.

د ښاغلي خرم په وينا که چېرته دغه سيمه د بهرنيو ځواکونو له خوا پاکستانۍ غاړې ته نه وه خوشې شوې ښايي اوسنۍ ستونزه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ راټوکېدلې، دې کچې ته نه واى رسېدلې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ شته اړيکې زيانمنې او ترينگلې کړي.

ښاغلى خرم وايي چې د شاوخوا دوو اونيو په تېرېدو سره تر اوسه د دغه لېږل شوي ليک ځواب دوى ته نه دى رسېدلى.

افغان حکومت وايي چې د ننگرهار ولايت په گوشتې ولسوالۍ کې ناټو ځواکونو په لوى لاس هغه سيمه پاکستاني ځواکونو ته سپارلې چې اوس يې په کې دروازه او نور پوځي تاسيسات جوړ کړي دي.

دوى په دغه چاره کې بهرني ځواکونه گرم بولي او وايي په دغه سيمه کې پخوا افغان مجاهدين مېشت وو، خو کله چې نړيوال ځواکونه دغې سيمې ته ورسېدل، هلته يې پوستې جوړې کړې او له وتلو سره سم يې دغه سيمه پاکستاني لوري ته سپارلې ده.

خو په کابل کې د ناټو ځواکونه په دې اړه له څه ويلو ډډه کوي او وايي چې له پلټنو وروسته به په دې برخه کې غبرگون په ډاگه کړي.

که څه هم، تر دې وړاندې پاکستاني لوري څو ، څو ځلې ويلي چې د کابل او اسلام اباد تر منځ په گوشتې ولسوالۍ کې د دروازې د جوړولو پر سر راټوکيدلې ترينگليتا له منځه تللې، خو افغان حکومت لا هم ټينگار کوي چې په دغه سيمه کې درول شوې دروازه او نور جوړ شوي تاسيسات په خپل ځاى پاتې دي.

کابل کې د ناټو ځواکونه وايي چې لا هم په دې برخه کې غبرگون په ډاگه کول د وخته وړاندې خبره ده، خو په کابل کې د سوله ساتو ځواکونو وياند جنرال گونتر کتز وايي چې هغوى به په دې برخه کې پلټنې پيل کړي:

"د دغې پوښتنې د ځوابولو لپاره موږ اړ يو چې ځيني جزئيات تر گوتو کړو او په دې پوه شو چې دغه پېښه په کومه سيمه کې شوې، هر څومره ژر مو چې دغه مالومات بشپړ کړل، له پلټنو وروسته به يې په اړه غبرگون وښيو ، خو اوس به زما لپاره له وخته وړاندې خبره وي چې په دې برخه کې خپل نظر په ډاگه کړم."

موږ په دې تړاو هڅه وکړه چې په افغانستان کې د مېشتو ناټو ځواکونو غبرگون تر لاسه کړو، خو هغوى وايي چې په دې برخه کې به له يو لړ پلټنو وروسته خپل غبرگون په ډاگه کړي.

د کابل او اسلام اباد تر منځ اړيکي تل له لوړو ژورو تېر شوي.

که څه هم په دې وروستيو کې د دواړو غاړو تر منځ په راشه درشه کې ښه والى تر سترگو شوى و، خو د کونړ ولايت په ځينو ولسواليو د هغې غاړې د پر له پسې توغندويي بریدونو له امله چې په ترڅ کې يې يو شمېر ولسي وگړو ته مرگ ژوبله او مالي زيانونه واوښتل، چې د دواړو هېوادونو پر اړيکو يې سيورى وغوړاوه .

خو له هغه مهاله چې د ننگرهار په گوشتې ولسوالۍ کې د پاکستان له خوا د سرحدي دروازې او نورو تاسيساتو د جوړولو خبره مخې ته راغله دغه اړيکي نور هم پسې ترينگلي شول.

افغان حکومت سيمې ته پلاوي واستول او له پاکستانه يې په کلکه وغوښتل چې پر پوله د دروازې او نورو تاسيساتو جوړول د دواړو هېوادونو تر منځ له شته قوانينو ښکاره سرغړونه ده او پاکستان بايد له دغه راز تحرکاتو لاس پر سر شي، خو پاکستاني غاړې تل دغه ادعاوې ناسمې بللې او ويلي يې دي چې ځواکونو یې د هغوى د گورسال په نامه سيمه کې د يوې زړې پوستې بيا جوړول پيل کړي چې په خبره يې لا له وړاندې پرې له افغان چارواکو سره خبرې شوې دي.

تر دې وړاندې دواړو هېوادونو پخپلو کې سره داسې هوکړه کړې وه چې له مخې يې دواړه هېوادونه په سرحدي سيمو کې د پوستو جوړولو په تړاو يو بل ته خبر ورکوي. خو يو ځلې پاکستاني لوري دا هم ويلي وو، چې که په سرحدي سيمو کې دوى د پوستو په جوړولو لاس پورې کوي، نو موخه يې دواړو غاړو ته د اورپکو د اوښتو را اوښتو مخنيوى دى.

ورته مطالب