افغان یتیمان روزنیزې اسانتیاوې غواړي

یتیمان
Image caption په وروستۍ یوه لسیزه کې د طالبانو او ناټو ځواکونو ترمنځ په جګړو کې ګن افغانان ووژل شول او په سلګونه کوچنیان یې بې سرپرسته کړل، چې لاهم دا بهیر روان دی.

په سویلې ولایت کندهار کې د یتیمو نجونو د کورنیو غړي او سرپرستان له افغان چارواکو او مرستندویو هېوادونو غواړي چې د بې سرپرسته او یتیمو نجونو د روزنې لپاره دې اسانتیاوې برابرې کړې.

د کندهار شیخ زاید روزنتون کې سلګونه بې سرپرسته او یتیمان زده کړې کوي.

خو ددغه روزنتون د زده کوونکو لویه برخه هغه نارینه کوچنیان دي، چی په تېره یو لسیزه جنګ جګرو کی یې د کورنۍ مشران وژل شوي.

د شیخ زاید روزنتون یو زده کوونکی محمد یونس چې د زابل ولایت اوسېدونکی دی او شاوخوا څلور کاله وړاندې یې پلار وژل شوی، د خپلو خویندو د راتلونکې په اړه اندېښمن دی.

په کندهار کې اوسمهال درې روزنتونه دي، چې یو یې دولتي او د پاتې دوو نورو ملاتړ مرسته کوونکې ادارې کوي.

خو لکه څرنګه چې بې سرپرسته نجونې لا هم په کندهار کې د ژوندانه له ډېرو اسانتیاوو ‎بې برخې دي، دغو روزنتونونو هم په خپله غېږه کې هغوی ته ځای نه دی ورکړی.

د کندهار سیمه ییز چارواکي له مرکزي ادارې او مرسته کوونکو په ځانګړې توګه عربي هېوادونو ګیله کوي، چې د روزنتونونو په جوړولو کې یې جندر یا جنسیت په پام کې نه دی نیولی.

خو په کندهار کې د شیخ زاید روزنتون د موسسې او روزنتون مشر برات حسین خېل وایي، چې د نجونو د زده کړو په اړه په دغه سیمه کې د خلکو لېوالتیا لږ ده ځکه دوی ورته خاصه پاملرنه نه ده کړې.

په وروستۍ یوه لسیزه کې د طالبانو او ناټو ځواکونو ترمنځ په جګړو کې ګن افغانان ووژل شول او په سلګونه کوچنیان یې بې سرپرسته کړل، چې لاهم دا بهیر روان دی.

که څه هم د دغه بې سرپرستو کوچنیانو د روزنې لپاره په یوشمېر ولایتونو کې روزنتونونه جوړ شوي، خو لاهم ګڼ ماشومان په ځانګړې توګه بې سرپرسته نجونې د یوه ناڅرګند او تیاره برخلیک په لور روان دي.

ورته مطالب