بګرام کې د الوتکې لوېدو ۷ کسان وژلي

Image caption د امریکا په فلوریډا ایالت کې د دغه شرکت یوې ویاندې ویلي چې "موږ د الوتکې ټوله اووه سره عمله له لاسه ورکړه".

د افغانستان پلازمېنې کابل په شمال کې د امریکايي ځواکونو یوه قراردادي بار وړونکې الوتکه لوېدلې، چې ناټو وايي، ټوله اووه عمله یې وژل شوي دي.

الوتکه د تېرې دوشنبې په مازدیګر (اپریل ۲۹) د بګرام هوايي ډګر کې تر پورته کېدا وروسته لوېدلې ده.

په افغانستان کې د ناټو ځواکونو یوه ویاند ویلي، چې الوتکه تر پورته کېدو وروسته د هوايي ډګر له اوږدې ځغاست لیکې جنګېدلې ده.

ویل کېږي چې دغه بار وړونکې الوتکه د"ملي هوايي بار وړونکي" شرکت وه.

د امریکا په فلوریډا ایالت کې د دغه شرکت یوې ویاندې ویلي چې "موږ د الوتکې ټوله اووه سره عمله له لاسه ورکړه".

طالبان

وسله والو طالبانو ادعا کړې، چې دغه الوتکه دوی راغورځولې ده.

د دغې ډلې یوه ویاند رسنیو ته په یوه استول شوې ویناپاڼه کې ادعا کړې، چې د بګرام اړونده سي دوکان سیمه کې دغه امریکايي بار وړونکې لویه الوتکه دوی راغورځولې ده.

خو په افغانستان کې مېشتو ایساف ځواکونو ویلي، چې د الوتکې د لوېدو پرمهال په سیمه کې هېڅ جګړه یا پوځي فعالیت نه و.

تر اوسه د الوتکې د لوېدو لامل هم نه دی څرګند شوی، خو ناټو وايي پلټنه یې پیل کړې ده.

بل لور ته د افغانستان د ملي امنیت اداره وايي بګرام هوايي ډګر کې یې د یوه ټانکر چاودنې مخه یې نیولې. د دې ادارې مسوولین وايي ټانکر چلونکي غوښتل له باروتو بار ټانکر په هوايي ډګر کې د ننه وچووي.

د افغانستان د ملي امنیت ادارې له لوري په یوه خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې د ټانکر نیول شوي ډرېور چاودېدونکي توکي د افغانستان په شمال کې د کندوز ولایت له شیرخان بندر سیمې څخه پلازمېنې کابل ته څېرمه پروان ولایت کې د بګرام هوايي ډګر ته لېږدولي وو.

پروان ولایت د پلازمېنې کابل په شمال کې موقعیت لري. د ناټو اړوند لویه پوځي اډه د همدغه ولایت په بګرام هوايي ډګر کې ده.

د ملي امنیت په خبر پاڼه کې راغلي، چې د ټانکر چلوونکي غوښتل د چاودنو او تروریستي فعالیتونو لپاره یو مقدار چاودیدونکي مواد، مقناطیسي بمونه، لاسي بمونه، سپکه او درنه وسله هم له ځان سره بګرام هوايي ډګر ته ولېږدوي.

د دې قضیې په تړاو دوه کسان نیول شوي دي.

په هغو انځورونو کې چې د ملي امنیت له لوري رسنیو ته لېږل شوي دي زیات شمېر وسلې او مهمات لیدل کېږي.

د بګرام هوايي ډګر په افغانستان کې د دېره بهرنیو ځواکونو مهم مرکز دی او دغه راز په افغانستان کې یو لوی پوځي هوايي ډګر دی، چې له دې مخکې هم پرې د افغان حکومت وسله والو ځواکونو توغندويي بریدونه کړي.

Image caption د افغانستان د ملي امنیت اداره وايي، په بګرام هوايي ډګر کې یې په باروتو د یوه بار ټانکر د چاودېدو مخه نیولې ده.

تېره ورځ (یکشنبه/اپریل ۲۸) د زابل په شاجوی کې د ناټو یوه اړونده چورلکه رالوېدلې وه، چې د امریکا دفاع وزارت په وینا څلور امریکايي پوځيان په کې وژل شوي.

د امریکا دفاع وزارت پنټاګان وايي، داسې ښکاري چې د دې الوتکې د رانسکورېدو پېښه کې وسله وال طالبان لاس نه لري.

د زابل امنیه قوماندان روغ لېوني د تېرې یکشنبې په ورځ رویټرز خبري اژانس ته ویلي و چې دغه الوتکه په شاجوی ولسوالۍ کې د خرابې هوا له امله را نسکوره شوې ده.

د پېښې په لومړۍ ورځ ناټو د پېښې د قربانیانو هویت نه و په ډاګه کړی خو و یلي یې و چې د پېښې قربانیان د ناټو په مشرۍ د نړيوال ځواک غړي دي.

ورته مطالب