د افغان وګړو شمېر ۲۷،۵ میلیون اټکل شوی

Image caption ملګرو ملتونو د افغان حکومت د شمېرو په پرتله د افغان وګړو شمېر یونیم میلیون ډېر ښودلی.

د افغانستان د مرکزي سرشمېرنې اداره وايي، د تېر کال په پرتله سږ کال د دغه هېواد نژدې نیم میلیون وګړي ډېر شوي دي.

هغه ناڅرګندتیا چې ټیک څلور دېرش کاله وړاندې تر وروستۍ سرشمېرنې راپدېخوا لاهم په بشپړه توګه پرځای پاتې ده. د افغانستان د وګړو شمېر په وروستیو څو لسیزو کې د خلکو لپاره یوه ګونګه مساله پاتې شوې دي.

له ناامنیو سره سره، د افغانستان حکومت هر کال د دغه هېواد د وګړواټکلي شمېر اعلانوي، خو د چارواکو په وینا، په وروستیو درېیو لسیز کې د هېواد د وګړو د دقیقې سرشمېرنې پر وړاندې ناامنۍ یو لوی خنډ ګرځېدلی.

د افغانستان د سرشمېرنې ادارې پخپلو وروستیو ارزونو کې ویلي، چې د یوه نسبتاً "دقیق فورمول" پربنسټ د هېواد د وګړو شمېر نژدې اووه ویشت نیم میلیونه کسانو ته رسېږي، چې د تېر کال په پرتله نیم میلیون ډېروالی ښيي.

د مرکزي احصایې د ادارې مشر عبدالرحمن غفوري وايي، په دغو کې د هېواد نژدې ۷۶ سلنه وګړي کلیوال دي:

"زموږ د اټکل له مخې د کوچیانو په ګډون د افغانستان اوسنی نفوس اووه ویشت نیم میلیون دی، یو پنځوس سلنه یې نارینه او نهه څلوېښت سلنه یې ښځې دي."

خو پر دې سربېره، د هغو افغانانو دقیق شمېر لا نه دی څرګند، چې مړه شوي، نوي پیدا شوي او یا هم دغه هېواد ته ځي او یا له هېواده وځي.

خو په بهر کې اوسېدونکي افغانان په دغو اووه ویشت نیمو میلیونو وګړو کې شامل نه دي.

پر همدې مهال، د ملګرو ملتونو سازمان هم د افغانستان د وګړو د شمېر په اړه بېل اټکل لري.

د افغانستان حکومت وايي، ملګرو ملتونو د افغان وګړو شمېر د مرکزي احصايې د ادارې د شمېرو په پرتله نژدې یونیم میلیون ډېر ښودلی دی.

د مرکزي احصایې اداره وايي، د څلورو کالو پخوا سرشمېرنې پربنسټ یې دغه اټکلي سرشمېرنه اعلان کړې، چې هغه مهال څلور سوېلي ولایتونه په کې نه وو شامل.

ورته مطالب