د کندهار بابا ولي برېښنا فابریکه فعاله شوه

Image caption د کورنیو جګړو پرمهال دغه فابریکه د وخت د واکمنو د نه پاملرنې له کبله په ټپه ودرېده.

د اوبو د برېښنا دغه فابریکه اوسمهال د کندهار ارغنداب ولسوالۍ سلګونو کورونو ته ۲۴ ساعته برېښنا ورکوي.

چارواکي وایي، که له مرکز نه نور امکانات په واک کې ورکړل شي دبرېښنا د تولید د دغې فابریکې ظرفیت به نور هم لوړ کړي.

دا په کندهار کې د بابا ولي د اوبو د برېښنا د تولید فابریکه ده، چې له ننه ۸۰ کاله وړاندې دارغنداب پر ویاله د جرمني ‎له خوا رغول شوې وه.

خو د کورنیو جګړو پرمهال دغه فابریکه د وخت د واکمنو د نه پاملرنې له کبله په ټپه ودرېده.

د برېښنا د تولید دغه فابریکه له ۳۰ کلونو وروسته یوځل بیا تېر کال کې د سیمه ییزې ادارې په مرسته ورغول شوه، چې دمګړۍ یې له برېښنا سلګونه کورنۍ ګټه اخلي.

Image caption د کندهار د برېښنا شرکت مرستیال مشر امان الله فاروقي وایي، هڅه یې دا ده، چې ټول ارغنداب ولسوالۍ ته له دغې فابریکې برېښنا ورسوي.

د ارغنداب ولسوالۍ اوسېدونکي د دې فابریکې بیا فعالېدل نه یوازې له اقتصادي اړخه مهمه بولي، بلکې د امنیت په برخه کې یې هم اغېزمنه یادوي:

''زموږ برېښنا اوس ۲۴ ساعته شوې ده، دا د امنیت یوه بېلګه ده، د جګړو پرمهال په ټوله ولسوالۍ کې یو کس هم نه شوای تېرېدلای. اتو سوو کورونو ته دا برېښنا کفایت کولای شي''.

د بابا ولي د برېښنا د تولید فابریکه په ۱۳۱۴ ل کال د جرمني د فوییټ کمپنۍ له خوا په ارغنداب ولسوالۍ کې جوړه شوې وه.

د کندهار د برېښنا شرکت مرستیال مشر امان الله فاروقي وایي، هڅه یې دا ده، چې ټول ارغنداب ولسوالۍ ته له دغې فابریکې برېښنا ورسوي:

''موږ ارغنداب ولسوالۍ کې ۸۰۰ کورنیو ته برېښنا ورکړې ده، مخکې مو له ښاره برېښنا ورکوله، خو اوس د ماشین په فعالېدو سره له تېرو دوو اوونیو راهیسې دغه ماشین فعال شوی دی.''

Image caption چارواکي وایي، که له مرکز نه نور امکانات په واک کې ورکړل شي دبرېښنا د تولید د دغې فابریکې ظرفیت به نور هم لوړ کړي.

هغه زیاته کړه، چې ددغې پروژې د پراختیا لپاره یې هغه څلور جریبه ځمکه چې په دغې فابریکې پورې اړونده وه، او یوشمېر غصبوونکو لاندې کړې وه بېرته راګرځولې.

ښاغلی فاروقي وایي، چې د برېښنا د تولید دغه فابریکه به د اوسني عصر په وسایلو سمباله کړې چې د دغو چارو بشپړولو سره د ده په خبره د برېښنا د تولید ظرفیت یو میګاواټ ته لوړ شي.

په سوېلي ولایت کندهارد برېښنا د تولید درې نورې کوچنۍ فابریکې شته، چې د چارواکو په خبره که په پرمختللو وسایلو سمبالې شي، شاید د دغه ولایت د ګڼو سیمو د برېښنا ستونزه هواره کړي.

ورته مطالب