اشرف غني د نړۍ دویم لوی متفکر ګڼل شوی

Image caption اشرف غني په ۲۰۱۰ کال کې د فارن پالیسي مګزین وېبپاڼې له خوا د سلو غورو متفکرو جایزه هم ترلاسه کړې ده.

ډاکټر اشرف غني احمدزی د پراسپیکټ مګزین له نظرپوښتنه وروسته په نړۍ کې د ۲۰۱۳م کال سلو غوره متفکرینو په منځ کې دویم لوی متفکر ګڼلی دی.

دغه لقب هر کال هغو متفکرینو ته ورکول کېږي، چې خپل فکر او نوښتونه يي پلي کړي وي.

د پراسپکت مګزین وېبپاڼې په وینا په دې ټولپوښتنه کې شا وخوا له سلو هېوادونو نږدې لس زره کسانو برخه اخیستې وه.

د دغې ټولپښتنې د پایلو له مخې د ۲۰۱۳ کال د دویم متفکر لقب اشرف غني احمدزی ته ورکړل شوی دی.

له نږدې سلو هېوادونو څخه سلو تنو چې توانېدلي، خپل فکر او نوښتونه عملي کړي، د دغې سیالۍ لپاره ځانونه کاندید کړي و.

د پراسپیکټ مګزین په وینا ډېرو لږو پوهانو ته دا چانس پیدا کېږي چې خپلې نظريې عملي کړي. خو د کلونو څېړونو او لوړو دندو تر سره کولو وروسته ښاغلی احمدزی خپل پلرني ټاټوبي ته ستون شو او هلته یې د خپلو نظریو عملي کولو هڅه پیل کړه.

Image caption د آکسفورډ د پوهنتون استاد ریچاردواکین لومړی ځای خپل کړی دی.

ښاغلي اشرف غني په افغانستان کې د ماليې وزیر په توګه دنده تر سره کړې او افغانانو ته د واک سپارولو په برخه کې ملګرو ملتونو ته هم سلامشورې ورکړي دي.

ښاغلی اشرف غني اوس په افغانستان کې د امنيتي مسووليتونو د لېږد کمیسيون مشر دی او ځینې وختونه د مهمو مسلو هواري لپاره هم ده ته دنده سپارل کېږي.

د دې تر څنګ ښاغلي اشرف غني د سوريې اوسني کړکيچ ته په کتو سره د دغه هېواد د راتلونکې په اړه یو شمېر ډېرې مهمې پوښتنې هم را پورته کړي.

د آکسفورډ د پوهنتون بیولوجيپوه ریچاردواکین لومړی ځای او د هاردوارډ پوهنتون یو پروفیسور واستیفن پنکر درېيم ځای خپل کړی دی.

اشرف غني په ۲۰۱۰ کال کې د فارن پالیسي مګزین وېبپاڼې له خوا د سلو غورو متفکرو جایزه هم ترلاسه کړې ده.

ښاغلی احمدزی په ۱۳۲۸ لمریز کال کې په لوګر ولایت کې په یوه پښتنه کورنۍ کې زېږدېدلی دی.

نوموړي په بیروت کې په یوه امریکايي پوهنتون کې په سیاسي علومو کې لوړې زده کړې دي او د امریکا له کلمبیايی پوهنتون څخه يي دوکتورا اخیستې ده.

ډاکټر اشرف غني احمدزي په کابل پوهنتون، دنمارک اروز او د امریکا د متحده ایالتونو د جان هاپکینز په پوهنتونو کې د استاد په توګه دنده ترسره کړې ده.

ورته مطالب

په انټرنیت کې نور ورته مطالب

بي بي سي د پردېو ویبپاڼو د محتوا مسوله نه ده.