چاودنې د هلمند د سولې د شورا رییس وواژۀ

شاه ولي خان
Image caption شاه ولي خان له لښکرګاه ګرشک ته پرلار و، چې ماین پرې وچاودېد.

د افغانستان سوېلي ولایت هلمند مرستیال والي له بریده روغ رمټ وتلی، خو د دغه ولایت د سولې رییس یې وژلی دی.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک ویلي د سولې رییس معلم شاه ولي او د هغه دوه ساتونکي، په ګرشک ولسوالۍ کې د ماین چاودنې وژلي.

ځواک وايي، چاودنه د چارشنبې په ورځ (مې ۱) تر غرمې مخکې نژدې لس نیمې بجې د ګرشک یخچال سیمه کې وشوه.

د ولایتي سولې شورا رییس معلم شاه ولي خان او مرستیال والي مسعود بختور ګرشک ولسوالۍ ته روان وو، چې چاودنه ورباندې وشوه.

چاودنې څلور پولیس هم ټپیان کړي.

اروزګان

بل خوا په ارزوګان ولایت کې د سړک غاړې ماین درې ماشومان وژلي او درې ښځې یې ټپیانې کړي دي.

د کورنیو چارو وزارت وايي، چاودنه د تېرې سې شنبې پر ماښام چارچینو ولسوالۍ پر لاره شوې ده.

دغه وزارت د ولسي وګړو وژنه په کلکو ټکو غندلې ده، او دا یې یو غیراسلامي او ناانساني عمل بللی دی.

په هلمند کې د برتانیا درې سرتېري هم د ماین په چاودنه کې وژل شوي دي.

څو ورځې وړاندې وسله والو طالبانو اعلان وکړ، چې د خالد بن ولید پسرلني عملیات پیلوي.

دوی خبرداری ورکړی و، چې د ثور/غويي پر اتمه به خپل دغه عملیات پیل کړي او تر ډېره به په افغانستان کې د لوېديځ پر دیپلوماتیکو بنسټونو او د بهرنیو ځواکونو پر پوځي تاسیساتو خپل بریدونه متمرکز کړي.

خو د طالبانو په اعلامیه کې د خپل مشر له لوري جنګیالیو ته د ولسي وګړو، ملي او عام المنفعه بنسټونو د ساتنې سپارښتنه شوې وه.

ورته مطالب