کابل کې د پاکستان پرضد لاریون وشو

لاریون کوونکي
Image caption لاریون کوونکو د پاکستان او د دغه هېواد د امنیتي ادارو پر ضد نارې وهلې.

په کابل کې د مدني ټولنې غړو او نورو لسګونو کسانو د پاکستان پر ضد لاریون وکړ. د لاریون موخه وړمه شپه د ګوشتې په سرحدي ولسوالۍ کې د پاکستاني او افغان ځواکونو تر منځ نښته کې د پاکستان غندل او له افغان ځواکونو سره ملاتړ اعلانول وو.

دا لاریون د افغان مدني ټولنو په بلنه د کابل ښار له عید ګاه جومات څخه پیل شو، چې د مدني ټولنې پر غړو سربېره پکې لسګونو نورو کسانو ګډون کړی و.

لاریون کوونکو وړمه شپه د ننګرهار د ګوشتې په سرحدي ولسوالۍ کې د افغان او پاکستاني ځواکونو تر منځ شوې نښتې له امله د پاکستان غندنه کوله.

لاریون کوونکو له ډیورنډ کرښې سره نژدې د پاکستان لخوا د امنیتي تاسیساتو جوړول او د ننګرهار په ګوشتې ولسوالۍ کې د دوی په وینا د پاکستاني ځواکونو په افغان خاوره کې وړاندې راتګ وغانده.

پر پاکستان فشار

لاریون کوونکو له ځان سره بینرونه لېږدول چې پاکستان ضد شعارونه پرې لیکل شوي وو. دوی همدراز د افغان ځواکونو ستاینه کوله او د هغوی د ملاتړ څرګندونې یې کولې.

د لاریون په پای کې یو پرېکړه لیک ولوستل شو، چې له نړیوالې ټولنې په کې غوښتنه شوې وه، چې پر پاکستان فشار راوړي او د لاریون کوونکو په وینا په افغانستان کې یې له لاسوهنې او پر افغان خاورې له تېري منع کړي.

افغان دولت ادعا کوي، چې پاکستان د ننګرهار په ګوشتې ولسوالۍ کې د ډیورنډ کرښې ته څېرمه دروازه او امنیتي تاسیسات جوړ کړې او دا د نړیوالو قوانینو خلاف کار بولي.

Image caption د ګوشتې وروستۍ نښته د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو د خرابوالي وروستۍ نښه ده.

په همدې سیمه کې وړمه شپه د افغان او پاکستاني ځواکونو تر منځ نښته وشوه، چې دواړو خواوو ته پکې مرګ ژوبله واوښته.

له بله پلوه افغان ولسمشر حامد کرزي ویلي، چې د ډیورنډ د کرښې په دې غاړه به د ده په وینا بهرني پوځي تاسیسات پرې نه ږدي.

د افغانستان له ولسمشرۍ ماڼۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، ولسمشر کرزي هیله ښوولې، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ به جګړه نوره پراخه نه شي.

تر دې وړاندې د پاکستان له خاورې د افغانستان پر ختیز ولایت کونړ باندې د توغندويي بریدونو له کبله د دواړو هېوادونو اړیکې ترینګلې شوې وې.

د ګوشتې وروستۍ نښته د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو د خرابوالي وروستۍ نښه ده.

ورته مطالب