''د ډیورنډ کرښې دې غاړه بهرنۍ پوستې نه شو منلی''

حامد کرزی
Image caption افغان ولسمشر هیله ښودلې ده، چې د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ پیل شوې جګړه تر دې پراخه نه شي.

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي ویلي، چې د ډیورنډ کرښې دې غاړې ته هېڅ ډول بهرني پوځي تاسیسات د منلو وړ نه دي.

د افغانستان د ولسمشرۍ دفتر وايي، ولسمشر حامد کرزي د ډنمارک له صدر اعظم سره په یوه ګډه خبري ناسته کې د افغانتسان او پاکستان د سرحدي ځواکونو ترمنځ د نښتې په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي چې ''افغان حکومت به له خپل توان نه په ګټې اخیستو ټول هغه ګامونه پورته کړي، چې د ډیورنډ د کرښې له دې غاړې ساتنه وکړي''.

کابل کې د پاکستان ضد لاریون

له ولسمشرۍ خپره شوې ویناپاڼه کاږي، چې حامد کرزي ویلي ''افغان حکومت به د ډیورنډ د کرښې په دې غاړه کې هېڅ ډول بهرني تاسیسات او پوستې پرې نه ږدي''.

افغان ولسمشر هیله ښودلې ده، چې د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ پیل شوې جګړه تر دې پراخه نه شي.

د تېرې پنجشنبې پر شپه د ختيځ ننګرهار ولایت په ګوشتې ولسوالۍ کې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د هغې پوستې او پوځي تاسیساتو پر سر جګړه وشوه، چې پاکستان د افغانستان په خاوره کې جوړ کړي وو.

په دې نښته کې یو افغان سرتېری ووژل شو، چې د ټولو افغانانو غوسه یې راوپاروله.

د دغه افغان سرتېري جنازه د تېرې پنجشنبې په ورځ د جلال اباد ښار په عیدګاه جومات کې وشوه.

د جنازې ګډونوالو د پاکستاني څارګرې ادارې او ننګرهار والي ضد شعارونه ورکول.

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

که څه هم په کابل کې افغان چارواکو د ګوشتې ولسوالۍ د پېښې په اړه رسمي غبرګون نه و ښودلی، خو په لومړي ځل ولسمشر حامد کرزي پرې توند غبرګون ښودلی دی.

څو ورځې وړاندې پاکستان د ننګرهار ګوشتې سیمه کې یوه دروازه او پوستې جوړې کړې، چې د ګڼو افغانانو احساسات یې راوپارول.

خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي وو، چې ګني دغه ستونزه به د ديپلوماتیکو هلو ځلو له لارې هواره کړي.

افغانستان له پاکستان سره ٢٢٤٠ کيلو متره اوږده پوله لري، چې کله- کله يې په اوږدو کې ستونزې ټوکېږي.

پر همدې مهال په کابل کې د مدني ټولنې غړو او نورو لسګونو کسانو د پاکستان پر ضد لاریون وکړ.

د لاریون موخه وړمه شپه د ګوشتې په سرحدي ولسوالۍ کې د پاکستاني او افغان ځواکونو تر منځ نښته کې د پاکستان غندل او له افغان ځواکونو سره ملاتړ اعلانول وو.

ورته مطالب