افغانستان د ایران پر پوله سوداګریز بازار نه غواړي

Image caption ياد شوی بازار چې سنګان نومېږي له هرات سره پر پوله جوړ شوى خو پرانیسته يې نه ده شوې.

افغان حکومت يو ځل بيا د ايران دا غوښتنه رد کړه چې له افغانستان سره پر پوله سوداګريز بازار پرانيزي.

افغانستان مخکې دا بازار د افغان سوداګرو او صنعت کارانو په زيان بللى و، خو د ايران د خراسان رضوي والي هغه مهال د خپل هېواد يو شمېر رسنيو ته ويلي وو چې د دې ستونزې د هواري لپاره به هرات ولايت ته سفر وکړي.

اوس چې نوموړى هرات ته راغلى و افغان لوري يې دا غوښتنه بيا هم رد کړه.

ياد شوی بازار چې سنګان نومېږي له هرات سره پر پوله جوړ شوى خو پرانیسته يې نه ده شوې.

ايراني چارواکو مخکې ويلي وو چې ګواکې دغه سوداګريز بازار د دواړو هېوادونو د سوداګريزې پياوړتيا په موخه د دواړو لوريو د همغږۍ په پايله کې جوړ شوى و خو افغان حکومت وايي چې د دې بازار پرانیستل د افغان سوداګرو او صنعت کارانو په زيان دی نو ځکه يې پرانیستل نه مني.

بازار سنګان نومېږي او د ايران د خراسان رضوي په خاف نومې سيمه کې په ١٣٨٤ لمريز کال کې له هرات سره پر پوله جوړ کړل شوى دى خو پرانیسته يې نه ده شوې.

د ايران د خراسان رضوي والي محمد حسین فروزان مهر هرات ته د خپل سفر په ترڅ کې يو ځل بيا دا خبره له افغان چارواکو سره ياده کړه.

خو د هرات د والي وياند محى الدين نوري بي بي سي ته وويل چې افغان لوري د نوموړي دا غوښتنه رد کړه.

افغان حکومت مخکې هم ويلي وو چې دغه بازار د افغان سوداګرو او صنعت کارانو په زيان دى نو ځکه يې له پرانیستلو سره مخالف دي، خو د ايران د خراسان رضوي والي ويلي و چې هرات ته به سفر کوي او افغان چارواکي به هڅوي چې د بازار له پرانیستلو سره موافقه وکړي.

د هرات د والي وياند وويل چې افغان لوري دا خبره رد کړه خو د دواړ هېوادونو له خوا د اقتصادي، کولتوري او ټولنيزو چارو د پياوړتيا په موخه يو هوکړه ليک لاسليک شو.

ورته مطالب