سږ کال افغانستان کې ۳۰۰ میلیون ډالر پانګونه شوې

Image caption د ایسا د ادارې مشر وفي الله افتخار وایي، کال په کال د افغانستان د پانګونې په برخه کې ډیروالی راغلی.

په افغانستان کې د پانګونې د ملاتړ اداره وایي، یو داسې نوی سیستم یې جوړ کړی چې له مخې به یې د پانګه والو د چارو تر سره کېدو لپاره د څور ورځو موده څو ساعتونو ته راټیټه کړي.

ددغې ادارې چارواکو نن د خبریالانو مخ ته دغه نوی ډیټابېس پرانیسته او ویل یې له اوس به د نویو شرکتونو او پانګونو لپاره د جواز ورکولو پر وخت د فساد مخه ونیول شي او په سمه توګه به یې ارزوني وشي.

د چارواکو په خبره، تر اوسه په دغه ډیټابېس کې تر شلو زرو ډیر اسناد ثبت شوي دي.

د ایسا د ادارې مشر وفي الله افتخار وایي، کال په کال د افغانستان د پانګونې په برخه کې ډیروالی راغلی.

د ده په خبره، سږکال او تېر کال د پانګونې لویه برخه د صنعت، کرنې او کانونو په سکتورونو کې وه چې په وینا یې شاوخوا درې سوه میلیونه ډالره پانګونه په کې شوې ده.

ښاغلی افتخار وایي تر اوسه د پانګونې له اړخه د افغانستان د ولت ته میلیاردونه افغانۍ عواید راغلي او هیله یې وښوده چې د پانګه والو لپاره نورې اسانتیاوې به دغه کچه لا نوره هم لوړه کړي.

د ایسا اداره وایي له نورو اړوندو ادارو سره په ګډه یې دا پریکړه کړې چې د افغان مسلکي کدرونو لپاره د کارموندنې په موخه بهرنیانو ته اجازه ورنه کړي چې په مهمو سکتورونو کې لوړې ونډې ولري:

''موږ اجازه نه ورکوو چې دلته زرګونه کسان لیسانس او ماسټران لرو ، دلته وزګار دي، ظرفیت یې هم تر بهرنیو کارکونکو لوړ خو معاش یې لږ وي، خو دوی بیا هم هغوی ته ترجیح ورکوي. موږ د دې کار په کلکه مخه نیسو .

باید لومړی حق افغانانو ته ورکړل شي. دوی ته باید کاري زمینې برابرې شي. هر شرکت چې په افغانستان کې فعالیت لري باید اقتصادي اغېزمنتوب ولري، باید مالیه او ګمرکي محصولات پر خپل وخت ورکړي او هغه پیسې چې تر لاسه کوي یې باید بېرته په افغانستان کې په کار واچول شي''.

یوه اندېښنه چې په دې وروستیو کې د پانګه والو ترمنځ ډېره خوره ده د امنیت ستونزه ده چې ویل کېږي ورځ تر بلې پانګه وال نه یوازې نورې پانګونې نه کوي، بلکې پخوانۍ هغې هم له دې هېواده باشي، خو د ایسا اداره سره له دې چې د امنیت ستونزه جدي ګڼي، وایي پانګونه په افغانستان کې لا هم مثبت لوري ته پرمخ ځي.

ورته مطالب