"ډیورنډ کرښه هېڅکله په رسمیت نه پېژنو"

کرزی
Image caption ولسمشر کرزي وویل، د پاکستان له لوري پر افغان خاوره د توغندیزو بریدونو خبره یې امریکا ته هم کړې ده.

افغان ولسمشر حامد کرزي ویلي، هېڅکله به هم د ډیورنډ کرښه په رسميت ونه پېژني، هغه وویل، د ګوشتې ولسوالۍ پېښه د ډیورنډ د کرښې د پېژندلو د فشار لپاره وه.

ولسمشر کرزي وویل دغه هڅې بې ګټې دي او د افغانستان هېڅ حکومت هم د ډ‎یورنډ کرښه په رسمیت نه ده پېژندلې.

ولسمشر کرزي چې د اروپا تر سفر وروسته یې په کابل کې خبریالانو ته خبرې کولې، د ننګرهار ولایت په ګوشتې ولسوالۍ کې د سرحدي ساتونکو وروستیو نښتو ته په اشارې سره وویل چې د دغو نښتو موخه دا وه چې افغانستان د ډیورنډ کرښه په رسمیت وپېژني، خو هغه وویل افغان حکومت هېڅکله هم دا کرښه په رسمیت نه ده پېژندلې او نه به یې وپېژني:

"که په دې کوښښ دوی دا کوي چې پر افغانانو ډیورنډ ومني دا نتیجه نه ورکوي او افغانان به هېڅ وخت ډیورنډ کرښه و نه مني. افغانستان له پاکستان سره دوستي او ښې اړیکې غواړي، خو هېڅکله به د ډیورنډ کرښه و نه مني.

افغانستان به د ترقۍ او پرمختګ په لور روان وي. نو زموږ هیله دا ده چې پاکستان راسره مرسته وکړي او د یوې مډرنې اړیکې بنسټ راسره کېږدي".

افغان ولسمشر دا ومنله چې پاکستاني چارواکو په رسمي ناستو کې له هغه سره د ډیورنډ کرښې موضوع مطرح کړې، خو د افغان چارواکو له خوا پر دغې موضوع خبرې رد شوي دي:

"د پاکستان حکومت په خپلو خبرو کې اکثره په غېر مستقیم ډول او کله ناکله هم په مستقیم ډول دغې موضوع ته اشاره کړې. خو موږ یې په ځواب کې یا هېڅ هم نه دي ویلي او یا مو هم ورته ویلي چې دا موضوع د بحث وړ نه ده.

د افغانستان خلکو له ۱۸۹۳ کال راهیسې چې دغه کرښه انګرېزانو پر موږ را وتپله تر اوسه نه ده منلې. نو خبره روښانه ده چې دا کرښه نه ده منل شوې".

ولسمشر کرزي وسله والو طالبانو ته هم وویل چې د خپلو ټوپکو شپېلۍ دې د افغانانو پر ځای پر هغو کسانو ور واړوي چې ملاتړ یې کوي.

افغان ولسمشر هغه راپورونه هم ومنل چې په کې ویل شوي وو، د ولسمشر دفتر د امریکا د څارګرې ادارې یا سي ای اې څخه پیسې اخلي.

د ښاغلي کرزي په وینا دغه پیسې اغېزمنې دي او په کابل کې یې د سي ای اې دفتر له مشره وغوښتل چې د دغو راپورونو له خپرېدو سره سره باید خپلې مرستې بندې نه کړي.

وړاندې تر دې نیویارک ټایمز ورځپاڼې ویلي چې په تېرو لسو کلونو کې د ولسمشر کرزي له دفتر سره لسګونه میلیونه ډالره مرسته شوې چې حساب یې نه دی نیول شوی.

ولسمشر کرزي د پیسو د اندازې په اړه څه و نه ویل خو وايي افغان حکومت د ولسمشرۍ دفتر د ساتونکو، له ناروغانو سره د مرستې او د محصلینو د زده کړو په برخه کې له دغو پیسو ګټه اخیستې.

هغه وویل له دغو پیسو په انفرادي ډول له سیاستوالو سره هم مرسته شوې خو سیاسي ګوندونو او ټولنو ته یې نه دې ورکړي.

ورته مطالب