کابل د ډوبنس ټاکنه د امریکايي حکومت د کارونو جز وباله

افغان حکومت د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د نوي ځانګړي استازي په توګه د جېمز ډوبنس د ټاکل کېدو په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی او دا یې د امریکا د حکومت د کارونو یو جز بللی دی.

په همدې حال کې یو شمېر افغان سیاسي کارپوهان وايي، که ښاغلی ډوبنس د امریکا د تېرو ځانګړو استازو پر خلاف پر نویو تګلارو او ګامونو پورته کولو کار وکړي، دا شونتیا شته چې په سیمه کې د روانې جګړې په پای ته رسولو کې اغېزمن ثابت شي.

امریکا تېره ورځ اعلان وکړ، چې خپل یو تجربه لرونکی ډېپلوماټ جېمز ډوبنس یې د مارک ګراسمېن پر ځای د افغانستان او پاکستان لپاره ځانګړی استازی ټاکلی دی.

افغان حکومت د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د نوي ځانګړي استازي جېمز ډوبنس د ټاکل کېدو په اړه کوم غبرګون و نه ښود خو د افغان ولسمشر یوې ویاندې عادله راز بي بي سي ته وویل، چې پر یادې دندې د ښاغلي ډوبنس له ټاکل کېدو دمخه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري په دې اړه له ولسمشر حامد کرزي سره خبرې کړې دي.

په همدې حال کې یو شمېر افغان سیاسي کارپوهان جېمز ډوبنس یو تجربه لرونکی او پخوانی ډېپلومات بولي او وايي دا چې نوموړی له سیمې سره ښه بلدتیا لري، کولای شي د روانې جګړې په پای ته رسولو کې اغېزمن ثابت شي.

دوی په اوسني وخت کې د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د نوي ځانګړي استازي ټاکل کېدل ځکه یو مهم او حساس کار بولي، چې ټاکل شوې په ۲۰۱۴ کال کې بهرني ځواکونه له افغانستانه ووځي.

خو د سیاسي چارو کارپوه نصرالله ستانکزی خبرداری ورکوي، که چېرې ښاغلی ډوبنس د خپلو تېرو همکارانو پر پلونو پل کېږدي د ده کار به هم د تېرو ځانګړو استازو په څېر مثبتې پایلې و نه لري.

د امریکا حکومت تېره ورځ اعلان وکړ، چې جېمز ډوبنس یې د مارک ګراسمن پر ځای د افغانستان او پاکستان لپاره خپل ځانګړی استازی ټاکلی دی.

ښاغلي ډوبنس تر دې د مخه په بوسنیا، هایتي، اروپايي ټولنې او سومالیا کې هم ورته دندې پر مخ وړې دي.

ښاغلي ډوبنس د افغانستان په اړه د بن په لومړي کنفرانس کې د امریکا استازیتوب کړی و او د طالبانو له واکمنۍ وروسته د افغانستان لپاره د امریکا لومړی ډېپلوماتیک استازی و.

ورته مطالب