کرزی مالي مرسته او امنیت له امریکا سره تړون شرایط بولي

Image caption د افغانستان او امريکا ترمنځ د ستراتيژيک تړون د لاسليکېدو يو کال کېږي.

افغان ولسمشر حامد کرزي ويلي تر هغه چې امريکا د افغانستان غوښتنې او شرايط پوره نه کړي، له دغه هېواد سره امنيتي تړون نه کوي.

ښاغلي کرزي وويل په دې وروستيو کې د افغانستان غوښتنې په يوه ليک کې امريکايي لوري ته سپارل شوې دي.

له افغان ځواکونو سره دوامداره مرسته، پرته له شرطه مالي مرستې او په راتلونکې کې د افغانستان د امنيت په اړه ضمانت د افغان لوري مهمې غوښتنې دي.

ولسمشر کرزي وويل امريکا په افغانستان کې پوځي اډې غواړي او که د دوی غوښتنې ومنل شي، له امريکا سره موافقې ته چمتو دي:

د افغانستان او امريکا ترمنځ د ستراتيژيک تړون د لاسليکېدو يو کال کېږي.

له هغه را وروسته د دواړو هېوادونو چارواکو اعلان وکړ چې د دې ترڅنګ به يو امنيتي تړون هم لاسليک کړي.

خو د يوه کال په تېرېدو لا هم افغان او امريکايي چارواکي د دغه تړون پر سر ګډې موافقې ته نه دي رسېدلي.

افغان ولسمشر حامد کرزی وايي هغه سند چې د امريکا له لوري ور استول شوی د افغانستان غوښتنې او ګټې په کې په پام کې نه دي نيول شوي، او په خبره يې له همدې امله حکومت خپلې تازه غوښتنې او شرايط امريکايي چارواکو ته سپارلي.

ښاغلي کرزي چې په کابل کې خبريالانو ته خبرې کولې د افغان حکومت له لوري امريکايي لوري ته په سند کې وړاندیز شوي شرايط داسې توضيح کړل:

"لومړی، د افغانستان له امنيتي ځواکونو سره اساسي مرستې، يوه بشپړه ځواکمنه اردو چې په خپل ځان بسيا وي. دويم هغه مرستې چې د امنيتي تړون په بدل کې افغانستان ته ورکول کېږي بايد پرته له شرطه وي. داسې نه شي کېدای چې اډې پرته له قيده وي او مرستې يې په شرطونو وي او دغه مرستې د افغانستان په خوښه ولګېږي او دريم دا چې امنيتي تړون بايد په افغانستان کې د امنيت لامل شي او دا چې د افغانستان د امنيت په اړه، له ګاونډيانو سره د اړيکو په برخه کې او د هغو بريدونو په اړه چې له دې وروسته له ګاونډ نه کېږي د امريکا دريځ روښانه وي."

ښاغلي کرزي وويل غواړي ټولې دغه غوښتنې په امنيتي تړون کې داسې وپيیل شي چې د پلي کېدو وړ وي او هېڅ لوری يې په راتلونکي کې له عملي کولو ډډه ونه شي کړای.

ولسمشر کرزي له امريکا سره د امنيتي تړون پر لرلو ټينګار وکړ، ويې ويل که غوښتنې يې ومنل شي افغان لوری چمتو دی له امريکا سره دغه تړون لاسليک کړي:

"دا سند ډېر زيات مهم دی. موږ له امريکا سره امنيتي اړيکې غواړو، چمتو يو چې اډې ورکړو، ولې په دغه سند کې د افغانستان ګټې بايد سل په سلو کې تضمين او قبول وي چې موږ يې د افغانستان ولس ته په ښکاره ډول کېښودلی شو او وروسته يې په ډاډه ډول لاسليک کړو."

امريکايي لوري تر اوسه د افغانستان دغو تازه غوښتنو ته ځواب نه دی ويلی.

کابل او واشنګټن پر داسې مهال په امنيتي تړون غږېږي چې د راتلونکي کال په وروستيو کې بهرني ځواکونه له افغانستان نه وځي.

يو شمېر افغانان اندېښنه لري چې د ايتلافي ځواکونو له وتلو سره سم به ګاونډي هېوادونه او مخالف وسله وال د افغانستان اوسنی نسبي امنيت له ګواښ سره مخامخ کړي.

ورته مطالب