افغانستان کې اووه امریکايي پوځیان وژل شوي

Image caption تېره اونۍ افغانستان کې د ناټو ځواکونو لپاره ډېره خونړۍ ثابته شوه.

افغانستان کې دېره بهرني ځواکونه وايي د شنبې په ورځ دوو بېلو پېښو کې اووه امریکايي پوځیان وژل شوي دي. د ایساف له لوري ویل شوي، چې د پنځه امریکايي پوځیانو د وژل کېدو پېښه د افغانستان په سویل کې رامنځ ته شوه.

د دوی په خبره دغه سرتېري د سړک د غاړې ماين په يوه پېښه کې وژل شوي دي. په کندهار کې امنيتي چارواکو وویل، چاودنه د دغه ولايت په ميوند ولسوالۍ کې شوې ده.

افغان چارواکي وايي دا په افغانستان کې پر ناټو ځواکونو د وسله والو طالبانو د پسرلنيو عملياتو تر ټولو خونړی بريد دی.

د ايساف ځواکونو يوه وياند ليما چارلي بي بي سي ته تاييد کړه چې وژل شوي سرتېري امريکايان دي:

"موږ کولی شو تاييد کړو چې د نړيوالو سوله ساتو ځواکونو ايساف پنځه غړي امريکايي سرتېري د افغانستان په سوېل کې د سړک د غاړې د ماين په يوه پېښه کې وژل شوي دي."

ښاغلي چارلي د پېښې کره ځای و نه ښود، خو په کندهار کې چارواکي وايي دغه سرتېري د ميوند په ولسوالۍ کې هغه مهال ووژل شول چې موټر د سړک د غاړې په يوه ماين ور برابر شو.

د ایساف پر ویب پاڼه خپور شوی خبر کې ویل شوي، چې پوځیان له معمول سره سم پر ګزمه بوخت وو، چې د سپرلۍ ګاډی یې پر ماین وخوت.

بل لور ته په فراه ولایت کې یوه افغان سرتېري دوه امریکايي پوځيان په ډزو وویشتل او ویې وژل. د وسله والو طالبانو په وینا د امریکايي سرتېرو وژونکی د دوی ملګری وو.

روانه اونۍ افغانستان کې د ناټو ځواکونو لپاره ډېره خونړۍ ثابته شوه.

د همدې اونۍ په اوږدو کې افغانستان کې دېره ۱۹ امریکایان په هوايي پېښو کې ووژل شول. دغه راز د سې شنبې په ورځ هلمند ولایت کې په ورته برید کې درې برتانوي پوځیان ووژل شول.

ورته مطالب