افغانستان د زړو وسلو جوړولو نیت کړی

Image caption امنيت شورا د ماليې وزارت ته سپارښتنه کړې چې د دې کار لپاره ٦٠ ميلیونه ډالر د دفاع وزارت په واک کې ورکړي.

د افغانستان امنيت شورا د دغه هېواد ملي دفاع وزارت ته دنده سپارلې ده چې په سملاسي توګه له پخوا نه د پاتېو پوځي وسلو او وسايطو د ترميم په موخه لاس په کار شي.

امنيت شورا د ماليې وزارت ته سپارښتنه کړې چې د دې کار لپاره ٦٠ ميلیونه ډالر د دفاع وزارت په واک کې ورکړي.

امنيت شورا د ولسمشر حامد کرزي په مشرۍ دا پرېکړه هم کړې چې د پکتيکا د شکين ولسوالۍ نه امريکايي ځواکونه وځي، په پوستو کې يې بايد په سملاسي توګه افغان امنيتي ځواکونه ځاى پر ځاى شي.

د امنيت شورا د پرېکړې له مخې به ٨٠٠ ټي ٦٢،ټي٥٥، ټي ٥٤، بي ايم پي ١ او بي ايم پي٢ ډوله ټانکونه ډول، ډول توپونه او وسلې د افغان کارپوهانو له خوا ترميم کړل شي.

د امنيت شورا غونډه چې د ولسشمر حامد کرزي په مشرۍ جوړه شوې وه ملي دفاع وزارت ته يې سپارښتنه کړې چې په سملاسي توګه د شته اسانتياوو او امکاناتو په لرلو سره په دې برخه کې لاس په کار شي.

د افغانستان امنيت شورا د افغانستان ماليې وزارت ته دنده سپارلې چې د دې کار لپاره ٦٠ ميلیونه ډالر د دغه هېواد د دفاع وزارت په واک کې ورکړي.

دفاع وزارت ته دنده سپارل شوې چې په هرو دريو مياشتو کې د دغو چارو د پرمختګ په اړه امنيت شورا ته راپور ورکړي او په يوه کال کې دننه د وسلو او وسايطو د ترميم کار بشپړ کړي.

امنيت شورا دفاع وزارت ته بله سپارښتنه ده کړې همدا چې امريکايي ځواکونه د پکتيکا ولايت د شکين ولسوالۍ له سرحدي پوستو ووتل ځاى يې بايد افغان امنيتي ځواکونه ونيسي.

ياد شوي وزارت ته ويل شوي دا چې بهرني ځواکونه له کومو سيمو وځي د ټولو په تاسيساتو کې بايد افغان امنيتي ځواکونه ځاى پر ځاى شي.

ورته مطالب