''مافیا تر ځمکې لاندې اثار هم لوټي''

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د افغانستان امنيتي ځواکونو په دغه هېواد کې يوه داسې پر مختللې ناقانونه دستګاه نيولې ده چې تر ځمکې لاندې د تاريخي توکيو د جوتولو لپاره کارېدله.

دا دستګاه د لوېديځ هرات ولايت د مالان پل په سيمه کې د افغانستان د ملي امنيت ځواکونو لاسونو ته لوېدلې ده.

د دستګاه د لېږدولو او کارولو په تور دې کسان هم نيول شوي دي.

د ياد شوي ولايت د اطلاعاتو او کولتور رياست بي بي سي ته ويلي دا دستګاه کارول د هغو هېوادونو دنده ده چې د افغانستان تاريخ له منځه وړل او بدلول غواړي.

په څرګنده دا لومړى ځل دى چې افغان امنيتي ځواکونه دغه راز يوه ناقانونه دستګاه نيسي.

د ملي امنيت بنسټ د يوې خبر پاڼې په خپرولو سره ويلي چې قاچاق کونکو دا دستګاه په هرات ولايت کې د ځمکې لاندې لرغونو نښو نښانو د جوتولو لپاره کاروله.

دستګاه د ياد شوي ولايت په مالان پل سيمه کې د امنيتي ځواکونو لاسونو ته لوېدلې ده.

د دستګاه د رالېږدولو او کارولو په تور درې کسان هم نيول شوي دي.

ملي امنيت نه دي ويلي چې دغو قاچاق وړونکو ته دستګاه کوم هېواد ورکړې وه او د هغې د کارولو يې ورته ويلي وو.

خو د هرات د اطلاعاتو او کولتور ریيس اريا روفيان بي بي سي ته وويل د دغې مافيا تر شاه هغه هېوادونه ولاړ دي چې د افغانستان تاريخ بدلول غواړي.

"هر هېواد چې د افغانستان د تاريخ بدلولو ته ليوالتيا ولري، او د لرغونو اثارو د تر لاسه کولو لپاره هڅه کوي، د دغو اثارو له مافيا نه ګټه پورته کوي، او په دې برخه کې يو شمېر خلک د پلټنو او تجسس لپاره ګماري. زه نه شم کولاى چې په ځانګړي ډول د کوم هېواد نوم واخلم، خو مافيا د خپلو پيسو او د خپلو بادارانو په ګټه کار کوي."

پخوا په هرات کې يو شمېر حکومتي چارواکو ويلي وو، يو شمېر ګاونډيو هېوادونو قاچاق وړونکو ته ويلي دي چې تر کومه کولاى شي، د فغانستان لرغوني توکي ور چاق کړي او هغه چې نه لېږدول کېږي مات کړي.

چارواکو د نوميالي نقاش بهزاد د تاريخي ډبر ليک ماتول د همدغې ادعا د پخلي لپاره يوه کره بېلګه بللې وه.

Image caption د ملي امنيت بنسټ د يوې خبر پاڼې په خپرولو سره ويلي چې قاچاق کونکو دا دستګاه په هرات ولايت کې د ځمکې لاندې لرغونو نښو نښانو د جوتولو لپاره کاروله.

په تېرو لسيزو کې که له يوه پلوه د افغانستان د موزيمونو لرغونې نښې نښانې غلا شوې او ماتې کړل شوې دي.

بل پلو په ناقانونه او غېر مسلکي کنستنې هم شوي چې په ترڅ کې يو شمېر لروغوني توکي مات شوي او ګڼ شمېر روغ تر لاسه شوي بهرنيو هېوادونو ته قاچاق شوي دي.

داسې راپورونه دي چې اوس هم په يو شمېر سيمو کې دا کار روان دي.

خو د افغانستان اطلاعاتو کولتور وزارت وايي په تېره لسیزه يانې د طالبانو د واکمنۍ تر پاى وروسته يې د ٦٠٠٠ بېلا بېلو تاريخي اثارو د قاچاق مخه نيولې ده.

خو هغه لرغونې نښې نښانې چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال يا تر هغې د مخکې کلونو په ترڅ کې په ناقانونه ډول له دغه هېواد ايستل شوي، راستنول يې لا هم افغان حکومت ته يو سر خوږى دى.

ورته مطالب