"نی" یو شمېر افغان خبریالان په جایزو ونازول

Image caption دې مراسمو کې هغه خبریالان او عکاسان په جایزو ونازول شول، چې د تېر کال په اوږدو کې یې د پام وړ فعالیت کړی و.

افغانستان کې د ازادو رسنیو ملاتړ کوونکې ادارې نی د رسنیو د ازادۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت یو شمېر افغان خبریالانو ته جایزې ورکړې.

په هغو مراسمو کې، چې د دې ورځې د لمانځنې په مناسبت کابل کې جوړ شوي وو، د رسنیو استازو او د ملي شورا غړو ګډون کړی و.

دې مراسمو کې هغه خبریالان او عکاسان په جایزو ونازول شول، چې د تېر کال په اوږدو کې یې د پام وړ فعالیت کړی و.

افغانستان اوس هم د ازادو رسنیزو فعالیتونو لپاره ناخوندي ځای بلل کېږي خو له دې سره هم د تېر کال په اوږدو کې دغه هېواد کې یو شمېر خبریالانو او د رسنیو فعالینو پام وړ فعالیتونه کړي.

د ازادو رسنیو ملاتړې ادارې نی، په هغو مراسمو کې، چې کابل کې یې د رسنیو د ازادۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت جوړ کړي وو، یو شمېر افغان او د نړیوالو رسنیو خبریالان وستایل.

د پروګرام له مخې د څېړنیزو رپوټونو، خبري رپوټونو، کوربه توب او عکاسۍ په برخه کې په بیل ډول جایزې ورکړل شوې.

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نشراتي مرستیال مبارز راشدي وویل، افغان حکومت د رسنیو د ازادۍ ملاتړ کوي او انتظار باسي، چې افغانستان کې د خبریالانو لپاره د کار کولو ښه زمینه برابره شي.

هغه وویل که په افغانستان کې اصلي خبریالي او په ځانګړي ډول څېړنیزه خبریالي دود شي، نو د ده په وینا د نن ورځې ډېر د غزت خاوندان به سپک شي.

د افغانستان د رسنیو د څار ادارې مسوول صدیق الله توحیدي د نی په دفتر کې د خبرو پر مهال وویل، له دوی سره د روان میلادي کال له پیله تر اوسه له خبریالانو سره د زور زیاتي ۴۰ پېښې ثبت شوې دي.

د هغه په وینا د تېر کال د ورته مودې په پرتله سږ کال له خبریالانو سره د زور زیاتي پېښې سل په سلو کې ډېرې شوې دي.

د نی اداره د رسنیو د ازادۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت هر کال هغو خبریالانو ته د هغوی د ستاینې لپاره جایزې ورکوي، چې پام وړ فعالیت یې کړی وي.

د سږ کال په پروګرام کې د بي بي سي، ۸ صبح ، پژواک خبري اژانس اریانا او طلوع خصوصي ټلوېزیونونو د خبریالانو په شمول یو شمېر رسنیو ته جایزې ورکړل شوې.

ورته مطالب