د ځمکو غصب د نوي کابل پروړاندې لویه ننګونه

Image caption د کابل اوسنی ښار د يو ميليون کسانو لپاره جوړ شوی دی، په داسې حال کې چې اوس په کې له پنځه ميليونه ډېر وګړي اوسېږي.

د بي بي سي يو تحقيقي راپور ښيي چې د افغانستان حکومت د نوي کابل د تر ټولو لويې ساختماني پروژې په تړاو فرصت له لاسه ورکړی او کار يې په غير موجه ډول ټکنی شوی.

د کابل په شمال ختيځه څنډه د ده سبز په سيمه کې د نوي کابل جوړېدل د درې ميليونه کسانو د استوګنې لپاره اووه کاله وړاندې د کابينې له لوري تاييد شو.

د اوو کلونو په تېرېدو اوس د ښاري پراختيا وزارت او نورو اړوندو ارګانونو د دغه ښار د ماسټر پلان د عملي کېدو په اړه چې څلور کاله وړاندې چمتو شوی، هېڅ عملي ګام نه دی پورته کړی:

عبدالله ستانکزي د دې اوونۍ په ځانګړي راپور کې همدا موضوع راسپړلې ده:

د کابل نوی ښار چې په اوسني کابل کې د نفوسو د تراکم د مخنيوي د يوې حل لارې په توګه جوړېږي د پلازمېنې په شمال کې د کوه صافي د غرونو لمن د ده سبز په دښته کې موقعيت لري، چې د اوسېدو لپاره ۵۰۰ کيلومتره مربع ځمکه لري.

په دغه سيمه کې د يوه نوي ښار جوړېدل د افغانستان د ملي کړنلارې په چوکاټ کې تر ټولو ستره اقتصادي او ټولنيزه پروژه بلل کېږي، داسې ښار چې اوسمهال اوبه نه لري او د اوبو سرچينې يې بايد ۳۰۰ کيلومتره لرې د سالنګ له غرونو او د پنجشېر له سينده برابرې شي.

د دغې پروژې لګښت شاوخوا ۸۰ ميليارده ډالره اټکل شوی دی.

کابينې اووه کاله وړاندې په ده سبز کې د نوي کابل ښار جوړېدل تصويب کړل.

د نوي ښار ماسټر پلان څلور کاله وړاندې په څو پړاوونو کې د افغان، فرانسوي او جرمني انجنيرانو له لوري طرحه شو او د دغه ښار د مستقل بورد مشر غلام سخي حسن زاده وايي اوس دغه پلان ګام په ګام پلی کېږي:

''د مقدماتي اوبو کار روان دی، د برېښنا په برخه کې د اسیا پراختیايي بانک له موږ سره همکاري کوي، ډيزاین یې پیل کړی، د دایمي اوبو لپاره جایکا خپل تحقیقات او ډیزاین بشپړ کړی. سړکونه هم عملاً دوو درېیو اونیو کې کار پیلېږي''.

حکومت لس وزارتونه او دولتي ادارې د يوه مستقل ارګان په چوکاټ کې د دغه ښار د چارو د پر مخ بېولو لپاره ټاکلي دي.

په ده سبز کې د نوي کال د نقشې د ليدلو لپاره نوي کابل ته ورځو.

''په خپلو سترګو د دغې نقشې د لېدلو لپاره په ده سبز کې يم. ده سبز له اوسني ښاره شاوخوا نيم ساعت فاصله لري. دغه پراخه دښته چې اوس په کې د خښتو د بټيو لوګي پورته کېږي د غرونو او تپو په منځ کې ده. سره له دې چې د حکومت له خوا نه په کې کار نه دی پيل شوی، خو له دغې لويې دښتې بګرام هوايي اډې ته د تېر شوي سړک دواړو غاړو ته کورونه جوړ شوي.

Image caption د دغې سيمې له قومي مشرانو او مخورو سره چې د بېلا بېلو کليو وو، په داسې حال کې چې قبالې او د ملکيت سندونه يې لرل مخامخ شوم.

ځينې کسان د خپلو کورونو سنګاري کوي او يو شمېر نور بيا ترې دېوالونه چاپيروی. دلته د اوبو رسولو او کانالېزاسيون سيستم نه شته او نه سړکونه غځول شوي. په دغه ځای کې چې زه ولاړ يم ښي او چپ طرف ته می څو ښارګوټي دي او خلک په کې همدا اوس ژوند کوي، خو کورونه يې له اوسني کابله بدتر دي او ځينې خو يې خام او له خټو جوړ شوي دي.''

د دغې سيمې له قومي مشرانو او مخورو سره چې د بېلا بېلو کليو وو، په داسې حال کې چې قبالې او د ملکيت سندونه يې لرل مخامخ شوم. د ده سبز د شورا خلکو هغې خيمې ته وروستم چې له ۵۰ زيات کسان په کې راټول شوي وو.

د ځمکو، کاريزونو او څړځايونو د غصب په اړه دوی له يو شمېر حکومتي چارواکو او زورواکو سرټکاوه.

خلک وايي زرګونه جريبه ځمکه د زورواکو او د ولسمشر د مرستيالانو په ګډون د يو شمېر حکومتي چارواکو له لوري غصب شوې، او ټاکل شوې ښارګوټي پرې جوړ شي.

دوی يو په يو د چارواکو نومونه اخلي. ظاهرآ په ده سبز کې د ځمکو د غصب موضوع او په نوي ښار کې د خپلسرو ښارګوټو جوړول څو ځله د افغانستان په ملي شورا کې مطرح شول.

د مشرانو جرګې د شکايتونو د اورېدو کمېسيون څو ورځې وړاندې د ښاري پراختيا وزير حسن عبداللهي دغه کمېسيون ته وروغوښت.

د ښاري پراختيا وزير پخپله، د نوي کابل ښار د مستقل بورد غړی دی، خو دی د دغه بنسټ پر کړنو نيوکې کوي وايي، حکومت د دغه ښار په جوړلو کې پاتې راغلی دی.

حسن عبداللهي وايي دغه اندېښنې يې په يوه سل مخيز راپور کې له ولسمشر کرزي سره مطرح کړې دي.

د نوي کابل د مستقل بورد اجرايوي مشر غلام سخي حسن زاده دغه څرګندونې سرګرځوونکې بولي، وايي په دې باور دی چې د ښاري پراختيا وزير ښاغلی عبداللهي هڅه کوي د نوي ښار د چارو مشري پخپله وکړي.

په ساختماني او اقتصادي برخه کې د ولسمشر کرزي سلاکار يوسف پوښتون د نوي کابل د جوړلو په تړاو په دې اند دی چې دغه پروژه د يوه کال کار نه دی، بلکې بشپړول يې زيات کار ته اړتيا لري: ''دا پروژه ډېره اړینه ده، که چېرې نوی کابل سم او په جدي توګه جوړ نه شي، نو زوړ کابل به هېڅکله جوړ نه شي، دا د افغانستان لپاره یوه لویه پروژه ده. که چېرې دغه پروژه په دېرشو څلوېښتو کلونو کې بشپړه شي، ډېر کار به مو کړی وي''.

ټاکل شوې په دغه ښار کې له ۳۰ تر ۴۰ راتلونکو کلونو د اوسېدو ۶۰۰زره کورونه جوړ شي. د دغه ښار د بنسټونو جوړول کابو ۲۰ ميليارده ډالرو او د کورونو او سوداګريزو ودانيو جوړول شاوخوا ۶۰ ميليونه ډالرو ته اړتيا لري.

ښاغلی پښتون دغې پروژې ته تر ډېره بريده خوشبين دی او بريالۍ يې بولي، خو په خبره يې ستره ستونزه يې د ځمکو غصب ده چې لا نه ده هواره شوې.

اداري فساد

Image caption د نوي ښار ماسټر پلان څلور کاله وړاندې په څو پړاوونو کې د افغان، فرانسوي او جرمني انجنيرانو له لوري طرحه شو

په نوي کابل ښار کې د ځمکو د غصب او په دغه ښار کې د ميليونونو ډالرو موضوع مو له اداري فساد سره د مبارزې د ادارې له مشر عزيز الله لودين سره شريکه کړه، خو هغه يې په اړه بې خبري وښوده:

''بايد ووايم زه د کابل د نوي ښار په اړه دومره کافي معلومات نه لرم چې تبصره پرې وکړم. په دې اړه تاسو اسناد راوړﺉ لږ تر لږه زه ولسمشر ته ليکم چې داسې يو کار شوی او يو خپلواک پلاوی يې د ارزولو لپاره وګومارﺉ. تر هغه چې موږ ته د رشوت او د ځمکو د غصب په اړه معلومات او اسناد نه وي راکړل شوي، موږ نه شو کولی کار پرې وکړو.''

له دې ټولو اندېښنو او نيوکو سره سره مو له ښاغلي عبداللهي نه د دغې لويې پروژې د راتلونکې په اړه وپوښتل:

''په دې راپور کې زموږ اصلي اندېښنه دا ده، هغه طريقه چې موږ د دغه ښار د پلان د تطبيق په برخه کې په مخ کې لرو، ناکامه ده. د يوه خپلواک شرکت په ګډون هر ډول بل ميتود هم کار نه ورکوي، ځکه يو خو دا شرکتونه نوي دي او بل ذاتي صلاحيتونه، نه لري.

موږ خپله اندېښنه په ډاګه کړې، ځکه د نوي کابل اجراييوي بورد چې فعلآ فعاليت لري ولسمشر ته وړانديز کړی وو چې د نوي ښار د کارونو د پرمخ بيولو لپاره بايد يو خپلواک شرکت جوړ شي. موږ په دې اړه هم اندېښنه لرو، هغسې چې دغه بورد ونه شو کړای کارونه مخکې یوسي طبعآ يو شرکت هم نه شي کولی کارونه پر مخ بوځي او دا يوازې د وخت او پيسو ضايع کېدل دي.''

د بورد له اجراييوي مشر ښاغلي حسن زاده مې وپوښتل په داسې يوه هېواد کې چې جګړه دوام لري او نيم وګړي يې په فقر کې ژوند کوي ايا د دا وړ نقشې عملي کېدل شونې دي.

Image caption حسن عبداللهي: ''په دې راپور کې زموږ اصلي اندېښنه دا ده، هغه طريقه چې موږ د دغه ښار د پلان د تطبيق په برخه کې په مخ کې لرو، ناکامه ده.''

خو د نورو اند څه دی؟ بصير عمرزی يو د هغو کسانو دی چې غواړي په ده سبز کې پانګونه وکړي او ښارګوټی جوړ کړي. دی وايي په حکومت کې د يوې متحدې ادارې نشتوالی د دغې پروژې د ځنډېدو لامل ګرځېدلی دی.

د کابل اوسنی ښار د يو ميليون کسانو لپاره جوړ شوی دی، په داسې حال کې چې اوس په کې له پنځه ميليونه ډېر وګړي اوسېږي.

د نفوسو زياتېدل، د هوا ککړتيا، د غير معياري کورونو زياتېدل، تر ځمکې لاندې د اوبو کموالی او د کانالېزياسيون د سيستم نشتوالی د دغه ښار له مهمو ستونزو څخه دي.

دا هغه ستونزې دي چې د نوي کابل د جوړېدو اړتيا لا پسې زياتوي. او ډېری په دې باور دي مخکې له دې چې ستونزې د کنټرول له بريده ووځي بايد غم يې وخوړل شي.