کرزي ته د سپکاوي په تور یې له کونړه امریکایی عسکر وشاړه

Image caption ښاغلى وحيدي وايي پوليسو ورته دوه ورځې وړاندې د امريکايي عسکر له لوري د ولسمشر د انځو ر په کاڼو د ويشتو خبر ورکړى و.

د کونړ والي سيد فضل الله وحيدي وايي، وروسته له هغه يې د امريکا د ځانګړو ځواکونو يو سرتېرى له کونړه وويست چې په اسد اباد کې يې د افغان ولسمشر انځور څو ځلې په کاڼو وويشت.

ښاغلى وحيدي وايي پوليسو ورته دوه ورځې وړاندې د امريکايي عسکر له لوري د ولسمشر د انځو ر په کاڼو د ويشتو خبر ورکړى و.

د کونړ والي وايي د دوشنبې په ورځ يې وروسته له هغه په کونړ کې د امريکايي قواوو مشر راوغوښت چې ښاريانو هم د انځور په تيږو د ويشتو خبره وکړه.

ښاغلى وحيدي وايي د امريکا د سفارت يوه استازي او يوه بل افسر پر دغې پيښې بښنه وغوښته او د دسپليني سزا په توګه يې د ځانګړو ځواکونو دغه سرتيرى له کونړه د ده امر وشاړه:

''کله چې موږ له دوی وغوښتل چې دغه عسکر راولي چې ولې يې دغه کار کړى، له دې يې ډډه وکړه ځکه چې ويل يې که يې موږ راولو نو ستاسو د عسکرو له لوري به پرې بريد وشي. نو ما پرې حکم وکړ چې دغه عسکر بايد په څلرويشتو ساعتونو کې له کونړه ووځي. دوی معذرت هم وغوښت او دغه عسکر يې هم له کونړه خارج کړ. دغه عسکر دسپېشل فورس غړى و''.

تر اوسه د امريکايانو له خوا په دې تړاو څه نه دي ويل شوي او دا هم نه ده معلومه چې عسکر د ولسمشر انځور ته د سپکاوي له امله له کونړه ويستل شوى که څنګه؟

د کونړ والي وايي عام خلک هم په دغه کار په غوسه شوي وو او ويل يې که حکومت ددغه شان کړنو پر وړاندې پټه خوله پاتي شي، دوی به لارو ته راوځي او د امريکايي ځواکوانو د ګاډو مخې ته به ودريږي.

تر دې وړاندې د متحدو ايالاتو د ځانګړو ځواکونو نه ولسي خلکو هم په لاره د تلو پر وخت د ګاډو په کاڼو د ويشتو شکايتونه کړي او وايي ان موټر يې پخپلو ټانکونو وهلي.

ورته مطالب