ناټو: د ټاکنو د امنیت ساتلو لپاره مرستې ته چمتو یو

Image caption امنيتي انديښنې د راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو د برياليتوب په لاره کې تر ټولو لوى خنډ بلل کيږي .

افغانستان ميشتو ناټوځواکونو ويلي دي که د راروان کال د ولسمشريزو ټاکنو په ترڅ کې اړتيا وليدل شي او يا ترې افغان حکومت غوښتنه وکړي نو دوى د امنيت په برخه کې هر راز مرستې ته چمتو دي.

نا امني د دغو ټاکنو پر وړاندې تر ټولو لوى گواښ بلل کيږي.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کميسون شاوخوا دوه مياشتې مخکې افغان امنيتي ځواکونو ته د ٧٠٠٠ ټاکنيزو مرکزونو نوملړ سپارلى و او ترې يې غوښتي و چې له دې ټولگې نه د کوم شمير مرکزونو د امنيت ډاډ ورکولاى شي.

ناټو وايي چې را روان کال کې به د ولسمشريزو ټاکنو په ترڅ کې د سياسي واک ليږد د دغه هيواد د پرله پسې پرمختگونو يوه بيلگه وي.

ياد شوي ځواکونه وايي چې د ډاډمنو سراسري او داسې ټاکنو لپاره چې ټولو افغانانو لپاره د منلو وړ وي اړينه ده چې افغان ټاکنيز بنسټونه، حکومت، سياسي گوندونه، رسنۍ، مدني ټولنه او ولسي خلک په کډه کار وکړي.

په کابل کې د ناټو ملکي وياند جنرال ډومنيک ميډلي وويل که د امنيت په برخه کې دوى ته اړتيا وليدل شي مرستې ته چمتو دي.

(( د دې ډاد لپاره چې د راى اچونې وړ کسان په آرام او سولييز حالت کې خپله پريکړه وکړي، افغان امنيتي ځواکونه حياتي رول لري او په کومو ځايونو کې چې له ايساف ځواکونو د مرستې غوښتنه وشي يا ورته اړتيا وليدل شي دوى ورته چمتو دي.))

امنيتي انديښنې د راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو د برياليتوب په لاره کې تر ټولو لوى خنډ بلل کيږي .

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کميسون شاوخوا دوه مياشتې مخکې د راى اچونې د نژدې ٧٠٠٠ مرکزونو نوملړ د ارزونې په موخه د دغه هيواد امنيتي ارگانونو ته سپارلى و، له امنيتي ځواکونو غوښتل شوي وو چې له دغې ټولگې څخه د کوم شمير ټاکنيزو مرکزونو امنيت خوندي کولاى شي. خو وروسته څرگنده نه شوه چې دې غوښتنې ته د افغان امنيتي ځواکونو ځواب څه و.

د ټاکنو د کميسون د وينا پر بنسټ د ولسمشرۍ راروانې ټاکنې به د راروان ١٣٩٣ لمريز کال د وري مياشتې پر ١٦ نيټه تر سره کيږي، يانې څه کم يو کال وروسته.

ورته مطالب