د افغان او پاکستاني ځواکونو نښته پای ته ورسېده

Image caption د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وايي دغه نښته د پاکستان په غوښتنه ختمه شوې ده.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت په کابل کې د پاکستان سفير ته ويلي که د هېواد په ختيځ کې د خپلو پوځي تاسيساتو له منځه وړلو ډډه ونه وکړي او بريدونو ته دوام ورکړي د هر راز پايلو مسووليت به د پاکستان پر غاړه وي.

دغه تازه نښته نن سهار شاوخوا اته نيمي بجې هغه مهال ونښته چې د ننګرهار په ګوشته کې پاکستاني ځواکونو د ورانې شوې دروازې د بېرته جوړولو نيت درلود.

بل خوا په افغانستان کې مېشت د ناټو ځواکونه وايي دوی په افغانستان کې د ډیورنډ کرښې له خوا سره خپل هېڅ مرکز پاکستاني لوري ته نه دی سپارلی. دوی دغه راز وايي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ اوسنی لانجه باید د ملګرو ملتونو له لارې حل شي.

د ایساف ځواکونو ویاند ګونتر کڅ وايي ټولې خواوې کولای شي چې دغه راز موضوعات د ملګرو ملتونو له لارې حل کړي:

" ټول هېوادونه او په دغې پېښې کې پاکستان او افغانستان دا فرصت لري چې ملګرو ملتونو او د ملګرو ملتونو له امنیت شورا سره په تماس کې شي. هلته د نړیوالې ټولنې له خوا تګلارې شته چې له دغه شان پېښو سره څه ډول معامله وکړي."

د افغانستان په ختيځ ننګرهار کې چارواکو نن غرمه مهال ( د اپریل ۶ ) وویل، چې په ګوشته کې له پاکستاني ځواکونو سره د افغان ځواکونو جګړه پای ته رسېدلې ده.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وايي دغه نښته د پاکستان په غوښتنه ختمه شوې ده. ځايي خلکو بي بي سي ته ويلي په جګړه کې د دواړو غاړو له لوري درنې وسلې کارول شوې دي.

د افغانستان د سرحدي ځواکونو يوه چارواکي چې نه ېې غوښتل نوم يې واخيستل شي وويل په نښته کې يو افغان سرتېری ټپي شوی او پاکستاني لوري ته هم تلفات اووښتي دي.

پاکستان په دې اړه څه نه دي ويلي.

دغه نښته له هغه يوازې څو ورځې وروسته کېږي چې افغان ځواکونو په ګوشته کې د پاکستان له لوري درول شوې دروازه ونړوله

د ننګرهار ولايتي چارواکو بي بي سي ته ويلي چې دوی تېره ورځ هڅه وکړه، چې دغه کړکېچ د خبرو له لارې هوار شي، خو د دوی په خبره پاکستاني لوري غوښتل چې بيا په ګوشته کې دروازه جوړه کړي.

دغه جګړه له هغه يوازې څو ورځې وروسته پيل شوې چې افغان ځواکونو په ګوشته کې د پاکستان له لوري درول شوې دروازه ونړوله.

د روانې مې میاشتې په څلورمه افغان ولسمشر حامد کرزی ویلي وو، چې حکومت به یې هېڅکله هم د ډېورنډ کرښه په رسمیت ونه پېژني او د ګوشتې ولسوالۍ پېښه یې د ډېورنډ کرښې د پېژندلو لپاره پر افغانستان د یو ډول فشار بېلګه بللې وه.

له دې مخکې د روانې مې میاشتې په دویمه نېټه د ننګرهار کې سیمه ییزو چارواکو وویل، چې دډېورنډ کرښې په اوږدو کې د پاکستاني او افغان ځواکونو تر منځ نښته کې یو افغان سرتېری وژل شوی او درې تنه نور ټپیان شوي دي. یوه افغان چارواکي هغه مهال بي بي سي ته وویل، پاکستاني ځواکونو سرحد ته د نویو تاسیساتو جوړولو لپاره نور ودانیز توکي راوړي وو او نښته هم له همدې امله پیل شوه.

خو له بله پلوه هغه مهال یوه پاکستاني چارواکي د فرانسې له خبري اژانس سره په خبرو کې پر افغان ځواکونو تور پورې کړ، چې د دوی پر یوې امنیتي پوستې یې برید پیل کړی و. ده ویېلي، په دغه نښته کې لږ تر لږه دوه پاکستاني سرتیري ټپیان شوي دي.

په وروستیو کې د ډېورنډ کرښې په خوا کې د افغان او پاکستاني ځواکونو تر نښتې وروسته د دواړو هېوادونو اړیکې یو ځل بیا ترینګلې شوې دي.

ورته مطالب