افغانستان د ښوونځیو دباندې د بې کیفیته خوړو مخه نیسي

Image caption د پوهنې وزارت د زده کونکو په ډله یيز مسمويت کې هم د دغه راز خوراکي توکيو رول نه ردوي.

د افغانستان د وزيرانو شورا تر دې پرېکړې وروسته چې د ښوونځيو په چاپيريال کې به بې کيفيته او زيان اړونکي خوراکي توکي نه پلورل کېږي، د دغه هېواد د سوداګرۍ وزارت ويلي چې د يادو شويو توکو مخه به نيسي.

روغتيا وزارت دغه راز خوراکي توکي کارول روغتيا ته زيان اړونکي بللي او پوهنې وزارت ويلي چې د وزيرانو شورا د پرېکړې د پلي کولو په موخه يې يو کمېسیون جوړ کړى دى.

د افغانستان د ښوونځيو مخې ته ،بسکيټ، خواږه، پاکټي چپس او نور پلورل کېږي، چې ډېرى ماشومان يې اخلي او خوري يې.

د روغتيا وزارت بي بي سي ته ويلي چې ګواکې دغه خوراکونه په خپلو جوړښتونو کې کيميايي توکي لري چې تنفسي ستونزو په ګډون د بېلو ناروغيو لامل ګرځي.

افغان حکومت په دې وروستيو کې دې چارې ته پام اړولى او د ولسمشر حامد کرزي په مشرۍ وزيرانو شورا په خپلې وروستۍ غونډه کې سوداګرۍ وزارت او يو شمېر نورو اړوندو بنسټونو ته سپارښتنه کړې چې د دغه راز خوراکي توکيو مخه ونيسي.

د سوداګرۍ وزارت وياند وحيدالله غازي خيل بي بي سي ته وويل دوى له پخوا راهيسې زيان اړونکي خوراکي توکي هېواد ته نه را پرېږدي خو تر دې وروسته به دا بنديز نور هم پسې ټينګ کړي.

د پوهنې وزارت هم وايي چې دوى به د ښوونځيو تر مخه د دغه راز زيان اړونکو توکيو د پلورلو مخه نيسي.

د ياد شوي وزارت وياند امان الله ايمان وويل د دې موخې لپاره يې يو کمېسیون هم پر دنده ګمارلى دى.

د پوهنې وزارت د زده کونکو په ډله یيز مسمويت کې هم د دغه راز خوراکي توکيو رول نه ردوي.

خو يو شمېر کارپوهان دا دوه بېلې ستونزې بولي چې وايي ښايي يوه يې روغتيايي او بله سياسي وي.

بله دا چې دغه راز خوراکي توکي يوازې د ښوونځيو د چاپيريال مخې ته نه پلورل کېږي بلکې د دغه هېواد د بازارونو او د کليو په هټيو کې هم تر سترګو کېږي.

نه ده څرګنده چې يوازې د ښوونځيو په چاپيريال کې به يې د پلور مخه نيول کېږي،او کنه په هر پلورنځي کې.

ورته مطالب