پتنګ: پاکستان کونړ کې یوڅه نور مخته راغلی

Image caption د کورنيو چارو وزير وويل د دې لپاره راغلى چې ستاسو ارادې پياوړې شي او ولسي ملاتړ راخپل کړﺉ.

د افغانستان د کورنيو چارو وزير په کونړ کې هم د پولې په اږودو کې د پاکستان د يوڅه نور مخکې راتګ خبره کړې، خو وايي پخپل ټول توان به د پولې په اږودو کې د نويو تاسيساتو مخه نيسي.

د کورنيو چارو افغان وزير د کونړ ناړۍ ولسوالۍ ته ورغلى و او په خورا زيږه ژبه يې خپلو سرتېرو ته د پولې پر سر د احتمالي جګړې لپاره د چمتو درېدو خبره وکړه.

دغه افغان وزير دا هم ويلي چې پولې ته به د سرحدي پوليسو ترڅنګ افغان پوځيان هم ور ولېږي او هغه وسلې چې د شوروي له وخته ورپاتې دي، بېرته ورغوي.

نعمت الله کرياب د کورنيو چارو له وزير سره په دغه سفر کې ملګرى و او دا رپورټ يې پرې رالېږلى.

د افغانستان د کورنيو چارو وزير وايي د کونړ په ناړۍ ولسوالۍ کې پاکستاني ځواکونو په درو ځايونو کې د ډيورنډ د پولې په دې خوا کې د نوو پوستو پر جوړولو لاس پورې کړى.

وزير مجتبى پتنګ چې د ناړۍ ولسوالۍ ته ورغلى ، خپلو سرتېرو ته وويل، که يې پر خاوره بريد وشي، نو نور به د زارۍ پر ځاى وروستى ګام اخلي.

افغان وزير دا وار د يوه سره شوي سرتېري په څېر خبرې کولې او د پولې پر سر د جګړې احتمال يې نه رداوه، خو دا يې هم ويل چې خپله يوه لوېشت خاوره به پردو پرې نه ږدي:

''موږ له خپل سرحد نه، که په مال وي که په ځان وي او که په وينې تویدو وي دفاع کوواو ستاسو په څنګ کې قرار لرو، موږ به مخکې او تاسو به راپسې ياست. ورځو تر هغه چې حرکت کولى شو او ساه راپکې موجوده وي موږ به ور روان يو او دښمن به نه پرېږدو چې د افغانستان يو متر خاوره ونيسي.

زه د دې لپاره راغلم چې اطمينان درکړم جنګ به وي، خو ستاسو عسکر به يو خط هم شاته لاړ نه شئ، سر به ورکوﺉ خو سنګر به له لاسه نه ورکوﺉ هغه سر به هلته پاتي کيږي او بل سر به ورځي تاسو ډاډه اوسئ تاسو ماته هم جرأت راکړ''.

درې پوستې

د کورنيو چارو وزير وويل د دې لپاره راغلى چې ستاسو ارادې پياوړې شي او ولسي ملاتړ راخپل کړﺉ.

ښاغلي پتنګ وويل يوازې د ناړۍ په ولسوالۍ کې د پولې په اږدو کې په درو ځايونو کې پاکستاني پوځيان يو څه رامخکې شوي خو دی وايي پخپل ټول توان به يې مخه ونيسي:

''تاسو پخپله دغه سيمې ګورئ هغه پخوانۍ نقطې چې خريطه يې له موږ سره پرته ده، په دغو نقطو کې اوس نه بلکې پخوا درې پوستې جوړې شوې دوی غواړي د ساتنې لپاره د قراول په توګه نورې پوستې جوړې کړي که چېرې وغواړي پيش قراولي پوستې جوړې کړي، نو موږ به خپل ټول وس وکاروو چې د دغو پوستو مخه ونيسو''.

ځايي خلکو هم د پولې په اږدو کې د پاکستان له لوري د نوو پوځي ځايونو د جوړېدو خبره کوله.

د کورنيو چارو وزير د پاکستان دغه ګام ورو مخکې تګ خورا خطر ناک باله، خو تمه يې وښوده چې د چارشنبې په ورځ به د پولې پر سرپر راپورته شوې شخړې په کابل کې له پاکستاني پلاوي سره خبرې وکړي.

دى وايي، د ډيورنډ پوله په رسميت نه پېژني او دغه پيغام يې په روښانه ډول خپل ګاونډي ته ور رسولى.

د کورنيو چارو وزير دا هم وايي چې د اړتيا پر وخت به د سرحدي پوليسو ترڅنګ افغان پوځيان پولې ته ور ولېږي.

دغه افغان وزير دا هم وويل چې پخوانۍ درنې وسلې به بېرته ورغوي او خپلو ځواکونو ته به يې ورکړي.

د افغانستان د کورنيو چارو وزير په کونړ کې د سرحدي او ملي پوليسو سرتېرو او افسرانو ته ستاينليکونه ورکړل او د ځينو يې عسکري رتبې يې هم ورلوړې کړې.

ورته مطالب