د برتانیا سفیر: افغانستان ته باثباته ګاونډی پکار دی

Image caption ریچارډ: ''موږ خپل رول داسې وينو چې د پاکستان دولت، پوځيان او طالبان په دوو شيانو متقاعد کړو. يو دا چې طالبان نه شي کولی له پوځي لارې په افغانستان کې بريالي شي. نو ځکه اړتيا ده چې خبرې وکړي او دويم دا چې پاکستان هم اړتيا لري خبرو ته د واداره کولو په برخه کې له خپل نفوذ نه کار واخلي.''

په افغانستان کې د برتانیا سفیر- پاکستان په افغانستان کې د ستونزو د حل یوه برخه ګڼي خو وايي غواړي پاکستان د افغانستان د سولې لپاره لا فعال او رغنده رول ولوبوي.

ریچارډ سټاک له بي بي سي سره په خبرو کې وویل، چې پاکستان اړ دی، د افغانستان د سولې د پروسې لپاره پر طالبانو فشار راولي ځکه د هغه په باور باثبات افغانستان د پاکستان په ګټه دی.

نوموړي وویل، چې له ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان پخوانۍ تجربې نه تکراروي او دافغانستان پر پوځ به مالي او تخنیکي مرستې نه پرې کوي.

هغه دارنګه زیاته کړه، که افغان دولت په افغانستان له ۲۰۱۴ کال وروسته د پاتې کېدو اجازه ورکړي، نو یو شمېر سرتېري به به افغانستان کې پرېږدي خو وايي، جنګي ماموریت به نه لري.

زموږ همکار حفیظ الله معروف په کابل کې د برتانیا له سفیر ریچارډ سټاک سره ځانګړې مرکه او په سر کې یې ترې پوښتلي، چې له ۲۰۱۴ کال وروسته به یې له افغانستان مرستي پر څه شي ورټولې وي؟

ځواب: موږ به د افغانستان امنيتي ځواکونو ته د پيسو په ورکولو کې مرستې ته دوام ورکوو، چې له ۲۰۱۴ کال وروسته پوځ او پوليس په اغېزمن ډول فعاليتونه وکړي او هغه تېروتنه به بيا تکرار نه شي چې په ۱۹۹۲ کې پر پوځ پیسې ودرول شوې او ړنګ شو.

موږ به تر ۲۰۱۷ کال د دې په څنګ کې پرمختيايي سيستم هم پر مخ بوځو. موږ به داسې ځانګړې پروژې جوړې کړو چې له افغانستان سره مرسته وکړي. د بېلګې په ډول موږ به د افسرانو د نوې اکاډیمۍ ملاتړ وکړو چې د افغانستان د پوځ راتلونکې مشرتابه په کې وروزل شي چې دا د افغان ځواکونو لپاره خورا مهم ارزښت لري.

۲۵۰ زره نجونې

بله پروژه، دا چې موږ به ۴۷ ميليونه پونډه د هېواد په لرې پرتو کليوالي سيمو کې د نجونو د زده کړو لپاره ولګوو چې شاوخوا ۲۵۰ زره نجونې به زده کړو ته لاسرسی پيدا کړي.

پوښتنه: د ټاکل شوې مهال ویش له مخې، د ۲۰۱۴ کال تر پايه به بهرني ځواکونه له افغانستان نه وځي، کولی شې راته ووايې چې څومره برتانوي ځواکونه تر دې وروسته په افغانستان کې پاتې کېږي، هغسې چې د امريکا متحده ايالات غواړي يو شمېر امريکايي سرتېري په افغانستان کې پاتې شي؟ که کره شمېره نه وي، اټکل یې راته کولای شئ؟

ځواب: داسې دقیقه شمیره نه شم درته ویلای خو زموږ خبرې رواني دي او ډېرې پچلي دي او موږ په دې فکر کوو چې کوم ډول ځواک ته په افغانستان کې د پاتې کېدو اړتيا ده او په دې اړه هم غږېږو چې افغانستان کوم ډول ځواک غواړي.

موږ د افغانستان په بلنه دلته يو او په خپله خوښه نه يو او دا په حکومت پورې اړه لري چې څومره او د کومو مهارتونو لرونکی ځواک خوښوي. نو موږ به له ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې سرتیري ولرو، خو ستاسې دحکومت په خوښه او یا دا چې ستاسې حکومت زموږ شته والی ونه غواړي.

پوښتنه: نو که د افغانستان حکومت تاسو سره د يو شمېر ځواکونو د پاتې کېدو په اړه موافقه وکړي، د دغو ځواکونو رول به څه وي، او که اړتیا پښه شي، ايا په جګړه ييزو عملياتو کې به برخه اخلي که نه؟

ځواب: نه! له ۲۰۱۴ کاله وروسته به په افغانستان کې د برتانيا جګړه ييز ماموريت نه وي. موږ به د افسرانو له اکاډیمۍ سره مرسته کوو او په نورو ډولونو به د روزنې، لارښوونې او همکارۍ او نورو بخرو کې مرسته کوو. موږ خپل پارلمان سره ژمنه کړې، چې زموږ ځواکونه به له ۲۰۱۴ کال وروسته پوځي عملیات نه کوي او موږ به دغه ژمنه پوره کوو.

پوښتنه: د پاکستان په اړه چې تاسو ښې اړيکې ورسره لرﺉ، برتانيا څنګه کولی شي پر پاکستان له نفوذه کار واخلي چې له افغانستان سره مرسته وکړي چې پاکستان طالبان د سولې خبرو ته وهڅوي؟

ځواب: موږ خپل رول داسې وينو چې د پاکستان دولت، پوځيان او طالبان په دوو شيانو متقاعد کړو. يو دا چې طالبان نه شي کولی له پوځي لارې په افغانستان کې بريالي شي. نو ځکه اړتيا ده چې خبرې وکړي او دويم دا چې پاکستان هم اړتيا لري خبرو ته د واداره کولو په برخه کې له خپل نفوذ نه کار واخلي. پاکستان وايي چې دا کار کوي او موږ هم بشپړ څارنه نه لرو چې د طالبانو اړيکې له نورو سره څنګه ټينګېږي. خو زما تصور دا دی چې د پاکستان دولت طالبان دېته هڅوي چې خبرې او په دوحه کې يې د دفتر پرانستل د مسالې د حل په برخه کې سمه لار وګڼي.

پوښتنه: ځینې فکر کوي چې پاکستان سم رول نه لوبوي او دوه ګونې لوبه يې پيل کړې ده، ځکه له يوې خو افغانستان ته اورپکي را استوي او له بله لوري وايي طالبان د سولې خبرو ته هڅوي. له دې سره موافق یاست چې پاکستان په افغانستان کې دوه ګونی رول لوبوي؟

ځواب: نه فکر نه کوم چې دا برداشت دې عادلانه وي. هغوی اوس په دې فکر دي چې څنګه په ښه ډول په افغانستان کې د پاکستان له ګټو دفاع وکړي. موږ هڅه کوو هغوی ته قناعت ورکړو چې خپل هدف ته د رسېدو لپاره چې زما په نظر عادلانه هم دي پر داسې لارو قدم کېږدي چې د افغانستان له ټيکاو او ثبات سره همغږې وي. زموږ له نظره خطرناکه دا ده چې د افغانستان خلک په يوه باثباته افغانستان خپل باور له لاسه ورکړي او په افغانستان کې د ټيکاو پر ځای په افغانستان کې له ناامنۍ نه د ځان ساتلو په فکر کې پرېوځي.

همدا ده چې موږ خپل فعاليتونه په دغه برخه متمرکز کړي دي. موږ باوري يو هغه پرمختګ چې په دې برخه کې په پاکستان کې شوی چې د افغانستان ټيکاو خپل ثبات بولي چې دا د هغوی لپاره هم ښه دی. البته دا د پاکستانيانو د مهربانۍ او شفقت له رويه نه ده.

موږ غواړ هغه ته ووايو که غواړﺉ پرمختګ وکړﺉ ښه ده يو داسې ګاونډی ولرﺉ چې لږ تر لږه باثباته او ارام وي. او که نه اوږده ګډ سرحد ته په کتو ناامني پاکستان ته هم غځېږي او کورنيو اهدافو ته د رسېدو په برخه کې يې وړتياوې محدودوي.

پوښتنه: اجازه راکړﺉ چې د پاکستان په اړه يوه بله پوښتنه هم وکړم، تاسو پاکستان ته د يوه حل په سترګه کورﺉ که د يوې ستونزې؟

ځواب: موږ دا د بالقوه حل يوه برخه بولو، خو غواړم ډاډه شم چې پاکستان سولې ته د رسېدو په برخه کې بشپړ او فعال رول لوبوي. البته ټولې حل لارې د پاکستان په لاس کې نه شته. د افغانستان د ستونزې د حل لار پخپله په افغانستان هڅو ته هم اړتيا لري. دا مساله پخپله په دې هېواد پورې اړه لري. په افغانستان کې د ثبات ټينګښت دېته اړتيا لري چې د افغانانو دوه ډلې د خبرو مېز ته راشي. زما په اند پاکستان کولی شي د افغانستان د ټيکاو په برخه کې مهم رول ولوبولی شي، خو مساله ټوله د هغوی په اختيار کې نه ده. هغوی کولی شي د سولې د بهير په برخه کې چې رهبري يې د افغانانو له لوري کېږي چې ډېری ورسره موافق دی ملاتړی رول ولوبوي.

پوښتنه: ښاغلی سفير په ۲۰۱۴ کې په افغانستان ډېر بدلونونه راځي د بېلګې په ډول د امنيت لېږد، د ولسمشرۍ ټاکنې فکر کوی چې دا ټول به په ۲۰۱۴ کې د ترسره کېدو وړ وي؟

ځواب: زه فکر نه کوم، چې دغه کارونه داسې پلان شوي،چې بدلونونه دې ستونزې رامنځ ته کړي. موږ فکر کوم، چې دغه کارونه د کنټرول وړ دي. ټاکنې به د اپریل په سر کې ترسره کیږي. ټاکنو ته له چمتوالي داسې ښکاري، چې په بریالي ډول ترسره شي.

کله، چې د ایساف پوځي ماموریت په افغانستان کې پای ته رسیږي، په افغانستان کې به ستاسې نوی ولسمشر پر څوکۍ ناست وي او نژدې شپږ میاشتې به یې واک مخ ته وړی، نو د سیاسي لیږد به دپوځي لیږد له وروستي پړوا څخه ترسره شي. نو فکر نه کوم، چې د دغو بدلونو په ترسره کیدو کې ستونزې رامځ ته شي.

پوښتنه: ځينې کسان وايي د سولې بهير تر اوسه ډېر بريالی نه دی په داسې حال کې چې د سولې بهير جوتې پايلې نه دي لرلي، څه فکر کوی چې په داسې حالاتو کې له افغانستان نه د بهرنيو ځواکونو وتل ښه غوراوی دی؟

ځواب: موږ فکر نه کوو، چې ډېری افغانان په دې اړه اندېښمن دي، د نړېوالو ځواکونو وتل به پر افغانستان مهم اغېز پرې باسي. زما په نظر د افغانستان پوځ او پوليس په چټکۍ د طالبانو پر وړاندې د خپل هېواد د ساتلو وړتياوې ترلاسه کوي. فکر کوم چې د افغانستان خلک د هغوی وړتياوو ته په کم نظر ګوري. په هلمند او نورو سيمو کې زموږ تجربه دا ده چې هغوی د جګړې په ډګر يو پياوړی جنګي ځواک دی او مسلکي استخبارات هم لري چې ملي امنيت دی. نو ځکه فکر نه کوم چې دغه ځواک دې وپاشل شي.

پوښتنه- که د ۲۰۱۴ کال ور هاخو د حالتو په اړه راته اټکل وکړﺉ، نو په ۲۰۱۶ کال به افغانستان ستاسې له نظره څنګه وي، په هغه وخت کې افغانستان څنګه وینﺉ:

فکر کوم، لا ډیره وختي دي، چې په دې اړه وړاندوینه وکړم، خو زما اوسنی ګمان دا دی، چې افغانستان به په هغه وخت کې له سیاسي پلوه یوه باثباته او د نوي ولسمشر خاوند هېواد وي. په هغه وخت کې ستاسې ځواکونه له همغسې چې مخکې مې وویل، د کورنیو او بهرنیو ګواښونو پر وړاندې مقابله کوي او د هیواد دفاع به کوي. خو په ټوله کې ایساف له وړاندې دا په ډاګه کړې، چې مرستې ته چمتو دي.

دوی له وړاندې ستاسې د کورنیو چارو له وزیر او نورو چارواکو سره بحثونه کړي، چې اړتیاوې او امنیتي ننګونې په روښانه کړي او د هغه ځایونو امنیت ټینګ کړي، چې خلک پکې رایه اچونه کوي. نو د دغو ټولو مسایلو لپاره له وړاندې منظم پلان برابر شوي، چې څه ډول دغو مسایلو ته ځواب ووايي.

پوښتنه: او د وروستۍ پوښتنې په ډول، د برتانیا د دفاع وزارت د مالومات له مخې، څو ورځې و ړاندې برتانیا له خپلې خاورې په افغانستان کې د بې پيلوټه الوتکو دبریدونو کنټرول په لاس کې واخیست، ځینې کسان دغه کار د افغانستان د حاکمیت لپاره زیان ګڼي، ستاسې نظر په دې اړه څه د؟

ځواب: هغه څه، چې بدل شوې، هغه یوازې د بې پيلوټه الوتکو د کنټرول ځای دی، نور په عملیاتو کې کوم بدلون نه دی راغلی. پخوا د دغو الوتکو د کنټرو مرکز په امریکا کې و خو او اوس په برتانیا کې دی. نو زه فکر کوم، که دغه کنټرول له ۵۰۰۰ میله واټن او یا هم له ۸۰۰۰ میله واټن څخه وي، نو د افغانستان لپاره به کوم توپیر پکې نه وي.

د دغو بې پیلوټه الوتکو اساسي هدف دا دی، چې زموږ اوستاسې ځواکونه خوندي کړي.