کابل د نشه يي توکو موندلو اسانه ځای

Image caption د کابل د هر پله لاندې او ککړو ځایونو کې په نشه روږدي کسان لیدل کېږي.

په افغانستان کې د نشه يي توکیو پر وړاندې د مبارزې ځانګړې څارنوالي وايي، په کابل کې د نشه يي توکیو بازار د پخوا په څېر تود دی، خو د دغو توکو پر وړاندې د پولیسو مبارزه کمه شوې ده.

دغې ادارې په یو رپوټ کې د کابل د یو شمېر سیمو نوم اخیستی او ویلي یې دي چې نیشه يي توکي په کې په ښکاره توګه پلورل کیږي.

د کابل د پولیسو چارواکي وايي، پولیس د نشه یي توکو د مخنیوي په کار کې د زړه له تله کار نه کوي.

په کابل کې زموږ همکار فهیم عابد په همدې اړه یو رپوټ چمتو کړی او یو شمېر روږدو کسانو سره یې هم خبرې کړي چې نشه يي توکي څنګه ترلاسه کوي.

په کابل کې د نشه يي موادو پروړاندې د مبارزې ځانګړې څارنوالۍ د نشراتو مشر احمد خالد موحد راته وویل، هغو پولیسو چې په دې برخه کې په خپلو دندو کې ناغیړي کړي وي پوځي څارنوالۍ ته به معرفي شي.

د کابل امنیه قومندان ایوب سالنګي هم وايي، چې د نشه يي توکيو د کشف په برخه کې د کابل ښار د پولیسو کړنې ورته د منلو وړ نه دی.

د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې د ځانګړې څارنوالۍ په یو رپوټ کې د کابل د یو شمیر سیمو نوم اخیستل شوی چې د لومړۍ حوزې او نورو امنیتي حوزو اړوند دي او ویلي یې دي چې نشه یي توکي په کې په اسانۍ سره ترلاسه کېدای شي.

خو د لومړۍ حوزې امر له قوله په همدې رپوټ کې ویل شوي چې په سیمه کې یې د نشه یي توکیو د پیر او پلور کوم مرکز نه شته.

په افغانستان کې پر نشه توکيو د روږدو کسانو سترې ستونزې د دوی لپاره د درملنې د کافي مرکزونو نشتوالی، نا معیاري درملنه او په اسانۍ سره د نشه يي توکيو ترلاسه کول ښودل شوي دي.

که دغه چارې په کنټرول کې رانه وستل شي، نو ښايي د وخت په تېرودو سره به پر نشه يي توکیو د روږدو کسانو شمېر نور هم پورته شي.

ورته مطالب