کرزی: امریکا افغانستان کې نهه اډې غواړي

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د افغانستان ولسlشر حامد کرزي ویلي، چې د امریکا متحده ایالتونه د امنیتي تړون له لارې په افغانستان کې نهه پوځي اډې غواړي.

کرزي دا څرګندونې د پنجشنبې په ورځ (مې ۹/ثور، غويي ۱۹) د کابل پوهنتون جوړېدو د اتیایمې کلیزې په مناسبت جوړه شوې غونډه کې وکړې.

هغه وویل، چې اوس د افغانستان د سولې او له امریکا سره د کېدونکي امنیتي تړون پر سر خبرې دوام لري:

''نن امریکا خپلې غوښتنې لري، افغانستان هم خپلې غوښتنې لري، خپلې ګټې لري، هڅه مو دا ده چې په دغه امنیتي تړون کې نه سیخ وسیځل شي، نه کباب، دوی هم ګټه واخلي، موږ هم بې ګټې پاتې نه شو. د افغانستان ګټې دا دي، چې دغه هېواد ته امن راشي، امریکا زموږ وسله وال ځواکونه وروزي، قوي اقتصاد ولرو، قوي حکومت ولرو، ملت مو بې ساری ملت دی، خو حکومت یې کمزوری دی، دولتي بنسټونه یې کمزوري دي. امریکا د افغانستان پلازمېنه کابل، بګرام، مزارشریف، جلال اباد، ګردیز، کندهار، هلمند، شینډنډ او هرات کې له موږ نهه پوځي اډې غواړي''.

ښاغلي کرزي زیاته کړه: ''موږ موافق یو چې دا اډې ورکړو، تر ۲۰۱۴ وروسته د بهرنیانو پاتې کېدل منو، خو د امن په راوستلو کې باید ریښتینې هڅې وکړي''.

Image caption د لوړو زده کړو وزیر کابل پوهنتون ته د (مور پوهنتون) خطاب وکړ.

هغه وویل، ناټو مخکې ویلي وو، چې تر ۲۰۱۴ وروسته به وځي، بیا وروسته دوی ویلي چې نه وځو، موږ غواړو چې له ناټو سره یوه عمومي معامله ولرو او د ناټو له هر غړي هېواد سره جلا معامله ولرو.

پاکستان باید ځان اصلاح کړي

ولسمشر کرزي وویل، هېواد یې له ګاونډيانو سره نېک او متمدن اړیکي غواړي:

''له ګاونډیانو سره موږ ښه اړیکي غواړو، خو له بده مرغه له پاکستان سره موږ اړیکي اوس یوڅه ترینګلي شوي دي. د پاکستان له ولس ډېره مننه کوو، حکومت او پوځ یې باید ځانونه اصلاح کړي، که چېرې دوی پر موږ د بریدونو له لارې فشار راوړي، چې د ډیورنډ کرښه ومنو، دا ناممکنه ده، هېڅکله به دا کرښه ونه منو، نه مو منلې ده''.

تعلیم

ولسمشر کرزي د کابل پوهنتون د اتیایمې لسیزې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته دا هم ویل چې، ''ولسونه یوازې د علم او پوهې له لارې پرمختګ او پیاوړي کېدای شي، چې په وینا یې معاصره نړۍ کې علمي زور تر ټولو مخته دی''.

نوموړي وویل، چې د افغانستان معاصر لوستی نسل د هېواد د راتلونکي د پیاوړتیا لپاره ډېر څه کولای شي.

هغه زیاته کړه، هغه هدف ته چې افغانستان باید ورسېږي، لا یې هم کار نه دی پیل شوی، چې په وینا یې د دې کار لپاره یې ایله د بنسټ ډبره اېښې ده، چې لسیزو کلونو تېزو هڅو ته اړتیا لري.

حامد کرزي وویل، د خوښۍ ځای دی چې د افغانستان پوهنتونونو کې تر ۲۵۰ زرو محصلین په زده کړو بوخت دي، خو وايي د زده کړو د کیفیت لپاره باید جدي هڅې وشي.

هغه وویل، چې د کانکور سیستم د اصلاح تر هرڅه اړینه ده، چې په وینا یې د لوړو زده کړو لپاره باید د ښوونځي له نهم ټولګي د رشته بندۍ کار پیل شي.

هغه وویل، د کانکور ازموینه کې باید داسې اصلاح راوستل شي، چې هېڅوک یې په اړه شکایت ونه کړي:

''حقیقت اوس دا دی، هرڅوک چې غواړي، کوم پوهنځي ته شامل شي، په واسطه شاملېږي، چې دا ممکن کار باید ناممکن وګرځول شي''.

هغه وویل، چې په کانکور ازموینه کې درغلۍ او واسطې له ولس او هېواد سره جفا ده.

Image caption کرزي وویل تر هغو چې امریکا د افغانستان غوښتنې ونه مني، امنیتي تړون نه ورسره لاسلیکوي.

پر همدې مهال غونډې ته د لوړو زده کړو وزیر عبیدالله عبید وویل، کابل پوهنتون د پرمختللو پوهنتونونو له ډلې و، چې د تېرو جګړو،‎ سیاسي سیالیو او جګړو له کبله دغه پوهنتون د علم او پرمختګ له کاروانه ډېر وروسته پاتې شو.

نوموړي وویل، چې د هېواد روڼ اندي او لوستي کسان باید د تېرو لسیزو علمي شاتګ جبیره کړي.

د لوړو زده کړو وزیر وویل: ''کابل پوهنتون له ډېرو لوړو ژورو تېر شوی، چې د بېلګې په توګه یې په جوماتونو کې د محصلینو درسي زده کړې، د برېښنا او ترانسپورت نه لرل او په بسونو کې د ازموینې اخیستل د پوهنتون د تاریخ د یوې ډېرې ترخې دورې په توګه یادولی شو''.

ده د کابل پوهنتون ته د (مور پوهنتون) خطاب وکړ.

ورته مطالب