ننګرهار کې ۱۳ ماین پاکان تښتول شوي

Image caption د ماینونو شتون په افغانستان کې لا هم یوه جدي ګواښ دى.

د ماين پاکۍ يوې موسسې، لږ تر لږه ۱۳ کارکوونکي د ننګرهار له اچين ولسوالۍ نه تېر ماښام ( مې ۹ ) دسپرلۍ له موټرو سره ناڅرګندو وسله والو بیولي دي.

د ننګرهار امنيتي چارواکي وايي ياد ماين پاکان د پوليسو له اجازې پرته داچين ولسوالۍ باندر سيمې ته تللي وو، چې په وينا يې نا څرګندو وسله والو تښتولي دي.

د ننګرهار دامنيې قوماندانۍ وياند حضرت حسين مشرقي وايي امنيتي ځواکونو او قومي مشرانو د تښتول شويو ماين پاکانو د موندلو لپاره هلې ځلې پېل کړي دي.

له دې مخکې د تېرې اپریل میاشتې په وروستیو کې د افغانستان په سویلي کندهار ولایت کې ځايي چارواکو وویل، هغه نهه ماین پاکوونکي چې څو ورځې مخکې د وسله والو له لوري تښتول شوي وو د قومي مشرانو په منځګړيتوب یې راخوشي کړي دي.

کندهار ولایت کې د والي ویاند جاوید فیصل ویلي و، دغه کسان په میوند ولسوالۍ کې د ځایي مشرانو په مرسته د وسله والو له منګولو ژغورل شوي.

هغه تښتول شوي ماین پاکوونکي د AMIC موسسې کارکوونکي وو. ښاغلی فیصل ویلي وو، دغه کسان د ''وسله والو طالبانو'' له خوا تښتول شوي وو. خو وسله والو طالبانو د حکومت دغه ادعاوې وار له مخکې رد کړې وې.

افغانستان کې د ماین پاکۍ موسسو چارواکي وایې، افغانستان کې ۴۵ سلنه له ماینونو ډکې سیمې لا هم نه دې پاکې شوې.

د ماینونو شتون په افغانستان کې لا هم یوه جدي ګواښ دى، چې د شمېرو له مخې هره میاشت په افغانستان کې په منځنۍ توګه څلویښت تنه د ماینونو قرباني کېږي.

ورته مطالب