کابل: پولیسو د موسیقۍ کنسرت ګډوډ کړ

Image caption د دغه کنسرت يو سمبالونکی مسعود حسن زاده وايي چې په حکومت کې داسې کړۍ شته چې د موسيقۍ سره په ښکاره مخالفت کوي.

تېره شپه کابل پوليسو د موسيقۍ هغه کنسرت گډوډ کړ چې د دغه ښار په يوه واټ کې جوړ شوى و .

د دغه کنسرت سمبالوونکي پر پوليسو تور پورې کوي چې گواکې د سياسي تړاونو پر بنسټ يې د دغه کنسرت مخه نيولې او د دوى په وينا چې لا له وړاندې يې د کنسرت د جوړولو په اړه پوليس چارواکي خبر کړي وو.

خو کابل پوليس وايي چې د دغه کنسرت مخه يې په سيمه کې د مېشتو اوسيدونکو د شکايتونو له امله نيولې او ادعا کوي چې په کنسرت کې د راغونډو شويو نندارچيانو حالت د اسلامي احکامو سره برابر نه و .

په تېرو دوو لسيزو کې په سرخلاصه سيمه يا د واټونو پر سر کنسرتونه يا خو له سره نه وو او يا هم په نشت حساب وو .

د دغه کنسرت لپاره گڼ کابل ښاريان چې ډېر يې ځوانان وو، راغونډ شوي وو .

کنسرت لا نيمايي ته نه و رسيدلى، چې د پوليسو ډلگيو د کنسرت په گډوډولو پیل وکړ. هغه مهال افغان سندرغاړي فريد رستگار سندره بلله او د سندرې په نيمايي کې يې د يوې ستونزې د رادبره کېدو خبره وکړه او له هغه وروسته گډوډي پېښه شوه.

د دغه کنسرت يو سمبالونکی مسعود حسن زاده وايي چې په حکومت کې داسې کړۍ شته چې د موسيقۍ سره په ښکاره مخالفت کوي او په وينا يې د دې تر شا خپلې سياسي موخې پالي. د ښاغلي حسن زاده په خبره چې دوى د دغه کنسرت د جوړيدو په تړاو لا له وړاندې پوليس چارواکو ته هم خبر ورکړى و:

" موږ په دې برخه کې ټول قانوني پړاونه تېر کړي وو ، د دغه هېواد د قانون له مخې موږ دا حق لرلو چې کنسرتونه جوړ کړو، زموږ له نظره دغه مخنيوی د دې لپاره وشو چې د اوسني دولت يوه برخه د بنسټ پالو په واک کې ده، چې هغوى په دوه دليلونو د دغو پروگرامونو مخه نيسي. يو دا چې هغوى د هر ډول موسيقۍ سره مخالفت کوي او دويمه خبره دا ده چې د ( مورچه ها ) ډله پخپلو سندرو کې پر حکومت نيوکې کوي او د ډېرو چارواکو دغه نيوکې نه خوښيږي، کله چې تېره شپه دغه انتقادي سندرې خپرې شوې، نو راغلل زموږ د کنسرت مخه يې ونيوله."

ښاغلى حسن زاده وايي، د دوى ځيني ملگري هم تېره شپه پوليسو نيولي او تر وهلو ډبولو وروسته يې بېرته خوشي کړي دي.

Image caption د سيمې خلکو شکايت کړى و چې گواکې دغې ډلې دوى ته ستونزې جوړې کړې. پولیس

خو پوليس چارواکي د موسيقۍ د دغې ډلې د چلوونکو ادعاوې بې بنسټه بولي او وايي چې دوى ته د سيمې خلکو شکايت کړى و چې گواکې دغې ډلې دوى ته ستونزې جوړې کړې.

د کابل د پوليسو مرستيال مشر جنرال داود امين وايي چې دوى ته هېچا هم د دغه کنسرت د جوړولو په تړاو څه نه و ويلي. هغه د دغې چارې تر شا سياسي موخې هم نه مني.

ځيني شنونکي وايي له هغه ځايه چې افغانستان تر ډېره يوه دوديزه ټولنه ده، نو د موسيقۍ او نورو هنرونو په وړاندې کله نا کله داسې ستونزې راولاړيږي.

کابل کې د کنسرتونو ماضي

که څه هم چې په تېر کې له نن نه دوې لسيزې وړاندې کله چې دغلته د ثور کودتا بري ته ورسيده، نو هره ورځ به د پلازمېنې کابل په بېلابېلو واټونو او تفريحي پارکونو کې سندرغاړو په سر خلاصو ځايونو کې سندرې بوللې. خو له هغه مهاله چې جگړې د افغانستان په بليلابيلو سيمو کې تودې شوې او هماغه مهال چې د کابل تر دروازو راورسېدې د موسيقۍ د کنسرتونو دغه بازارونه هم ورسره ساړه شول.

خو کابل ته د جهادي تنظيمونو د ننوتو سره د هر څه بڼه بدله شوه چې تر هغه وروسته بيا د طالبانو پر مهال پرې چورلټ بنديزونه ولگول شول.

که څه هم چې په تيرو يوولسو کلونو کې دغلته د موسيقۍ لپاره ډگرونه ډير پرانيستل شوي ، خو بيا هم کله ، ناکله د موسيقۍ او غږونکو په وړاندې يې ستونزې راولاړيږي چې تر ډيره يې پړه پر هغو کسانو اچول کېږي چې يا بنسټ پالي دي او يا هم له دغو ډلو سره تړاونه لري.

ورته مطالب