مېرکل مزار شريف او کندوز ته ناڅاپه سر ورښکاره کړ

Image caption مېرمن مېرکل د شمالي افغانستان مزارشریف ښار کې د جرمن پوځیانو مرکز ته تللې، چې له خپلو پوځیانو سره وویني.

د جرمني صدراعظمې انګېلا مېرکل نن په یوه ناڅاپي سفر د افغانستان شمالي ښار مزار شریف ته سفر کړی.

ویل کېږي مېرمن مېرکل په مزار کې تر لږ تم کېدو وروسته کندوز ته هم تللې او له خپلو پوځیانو سره یې کتلي دي.

له دې سره په دې سفر کې د جرمني دفاع وزیر توماس دي میزیرې هم ملګری دی.

د جرمني صدراعظمه په نا اعلان شوي سفر افغانستان ته تللې او نن د افغانستان شمالي ولایتونو بلخ او کندوز ته تللې وه.

له افغان چارواکو سره مو د مېرمن مېرکل د سفر پر مهال د ویناوو د پوره جزییاتو د اخیستو هڅه وکړه خو بریالي نشوو خو د ځینو رپوټونو له مخې مېرمن مېرکل په شمال کې له جرمني پوځیانو سره کتلي او هغوی ته یې د خوندیتوب ډاډ ورکړی.

له دې سره په دې سفر کې د جرمني د دفاع وزیر توماس دي میزیرې هم ملګری وو.

دا سفر داسې مهال شوی چې شاوخوا یوه اوونۍ وړانډې په بغلان ولایت کې یو جرمنی پوځي د طالبانو لخوا ووژل شو او دوه نور ژوبل شول.

مېرمن مېرکل او دفاع وزیر د کندوز په پوځي اډه کې د ۵۳ جرمني پوځیانو، چې له ۲۰۰۲ کال څخه په افغانستان کې وژل شوي دي، پر یاد څلي د ګلانو ګېډۍ کېښوده.

ځیني راپورونه وایي مېرمن مېرکل ویلي هېواد به یې په افغانستان کې سیاسي بهیر له نژدې وڅاري.

جرمني اعلان کړی چې راتلونکی کال به له افغانستان څخه خپل ټول پوځیان وباسي خو که د افغانستان حکومت قانوني خوندیتوب ورکړي نو دا هېواد د ناټو له نورو غړیو سره تیار دی چې د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې لپاره زرګونه روزونکي پرېږدي.

دغه هېواد ژمنه کړې چې د اړتیا پر مهال به تر ۲۰۱۴ کال وروسته خپل تر ۸۰۰ پوځیان په افغانستان کې پرېږدي او تر ډېره به یې ماموریت په کابل او د افغانستان په شمالي ښار مزار شریف کې وي. دا مهال په افغانستا ن ۴۴۰۰ جرمني سرتېري دېره دي.

ورته مطالب