اسفنديار ولي ټاکنو کې ماتې وخوړه

Image caption اسفنديار ولي خان له چارسدې څخه ټاکنو کې کانديد وو.

د پاکستان دې ټاکنو کې د سياسي گوندونو څو مهمو مشرانو هم ماتې خوړلې ده

د غير رسمي شمېرو ترمخه په دې کې د عوامي نيشنل گوند مشر اسفنديار ولي خان، د همدې گوند غلام احمد بلور، د تحريک انصاف شاه محمود قريشي اود پاکستان د پيپلز گوند په ايتلافي حکومت کې لومړى وزير راجه پرويز اشرف اونور شامل دي

اسفنديار ولي خان خپلې پلرنۍ سيمې چارسدې نه کانديد وو چې د جمعت علما اسلام مولانا گوهر شاه لخوا ماتې سره مخامخ شو او غلام احمد بلور ته چې د پېښور نه کانديد وو د تحريک انصاف مشر عمران خان ماتې ورکړې ده.