د ټاکنو قانون درې نورې مادې ومنل شوې

Image caption د ټاکنو قانون له څو میاشتو راهیسې په ولسې جرګه کې تر بحث لاندې دی.

د افغانستان ولسي جرګې د ټاکنو د قانون درې نورې جنجالي مادې هم تصویب کړې.

په دغو مادو کې د ښاروالۍ د کاندید او په ټاکنو کې د پوهنتون د استادانو، د علومو اکاډمۍ، د ولسي جرګې او ولایتې شورا د غړو د کاندیدېدو په اړه شرایط مشخص شوي دي.

د ټاکنو قانون له څو میاشتو راهیسې په ولسې جرګه کې تر بحث لاندې دی او د دغې جرګې مشر وايي، چې اوس د دغه قانون یوازې یو دوه نورې اختلافي مادې پاتې چې په راتلونکې غوڼډه کې به پرې خبرې وشي.

د پوهنتون یو استاد یا د علومو اکاډمۍ یو غړی په ټاکنو کې تر کاندیدېدو وروسته له خپلې دندې استعفا وکړي یا نه؟ هغه موضوع وه چې نن یې په ولسي جرګه کې پراخ بحثونه رامنځ ته کړل.

د ټاکنو قانون مسوده چې د حکومت له خوا ولسي جرګې ته استول شوې د پوهنتون استاد د کاندیدېدو په صورت د هغه استعفا حتمي بلل شوې ده.

یو شمېر ولسي استازو ویلي، په پوهنتونونو کې د استادانو د کمښت او په دنده بیا د ګومارلو په برخه کې د شته ستونزو له امله، باید د پوهنتون استادان د کاندیدېدو په صورت کې هم خپلې دندې ته دوام ورکړي.

خو یو شمېر نورو ولسي استازو بیا ویلي، د پوهنتون استاد تر نوماندۍ وروسته په دندې کې د هغه یا هغې پاتې کېدل له حکومتي امکاناتو او د شته صلاحیتونو نه ناوړه ګټې اخیستنې ته لار هواروي او دا شونتیا هم شته چې استادان شاګردان په زوره اړ کړي چې هغوی ته رای ورکړي.

تر اوږدو بحثونه وروسته، پرېکړه وشوه چې د پوهنتون استاد تر کاندیدېدو وروسته باید استعفا ورکړي.

دغه راز د ولسي جرګې په ننۍ غوڼډه کې پرېکړه وشوه چې که ولسي استازي یا د ولایتي شورا غړي د پخوانۍ دندو لپاره ځانونه کاندیدوي نو استعفا دې نه ورکوي او که نورو پسوتونو ته ځانونه کاندیدوي نو بیا باید له دندې ګوښه شي.

په جرګه کې دا پرېکړه هم وشوه چې هغه کسان چې ځان د ښاروالۍ لپاره کاندیدوي، باید له پنځو کلونو راهیسې یې په هماغه ښار کې ژوند کړی وي.

د افغانستان د ټاکنو قانون له څوو میاشتو راهیسې په ولسي جرګه کې تر بحث لاندې دی.

تر دې وړاندې یو شمېر سیاستوالو اندېښنه ښولې وه چې ښايي د ټاکنو قانون به تر ټاکنو پورې تصویب نه شي، خو پر دغه قانون د ولسي جرګې تمرکز دا ښيي چې د ټاکنو قانون به تر ټاکنو مخکې تصویب شي.

ورته مطالب