زاخیلوال د ولسي جرګې ځینې استازي په قاچاق تورنوي

Image caption د مالیې وزیر دا ځل د وړو په قاچاقو کې د ولسي جرګې د یو شمېر غړو د لاس لرلو قضیه افشا کړه.

د افغانستان د مالیې وزیر حضرت عمر زاخیلوال، په فساد کې د ولسي جرګې د یو شمېر غړو د ښکېلتیا په اړه یوه بله قضیه افشا کړې ده.

ښاغلي زاخیلوال پر یو شمېر ولسي استازو تور پورې کړی چې له پاکستان نه افغانستان ته د وړو په قاچاق کولو کې لاس لري.

د مالیې وزیر وايي، داسې یوه ډله یې تثبیت کړې چې د ولسي جرګې یو شمېر غړو پورې تړلې ده او د شاوخوا یو کال راهیسې له پاکستان نه افغانستان ته ډېره اندازه وړه قاچاق کوي.

په یوه اوونۍ کې دا دویم ځل دی چې د افغانستان د مالیې وزیر حضرت عمر زاخیلوال د ولسي جرګې یو شمېر غړي په قاچاق کې پر لاس لرلو تورنوي.

د مالیې وزیر دا ځل د وړو په قاچاقو کې د ولسي جرګې د یو شمېر غړو د لاس لرلو قضیه افشا کړه.

هغه وايي، داسې یوه ډله یې تثبیت کړې چې د ننګرهار له لارې له پاکستانه په لویه کچه وړه افغانستان ته قاچاق کوي.

ښاغلی زاخیلوال وايي، څېړنې ښيي چې دغه ډله په ولسي جرګه کې یوې وړې حلقې پورې تړلې ده.

"موږ په دې پوه شو چې د ننګرهار له لارې د وړو قاچاق په پراخه کچه کېده، کله مو چې یوه نیمه میاشتې وړاندې ځینې لارۍ ونیولې په دې لټه کې شو چې دا موضوع ژوره وڅېړو چې د وړو قاچاق په کومه کچه دی. ځینې اسناد مو له پاکستانه ترلاسه کړل چې ښيي ځینې شرکتونه چې د ولسي جرګې له یوې محدودې کړۍ سره مستقیم ارتباط لري، د ګتو په شمېر کسانو سره، په لویه کچه یې په تېر یو نیم کال کې قاچاق کړي."

ښاغلي زاخیلوال د کوم چا نوم وا نه خیست خو و یې ویل د دې قضیې دوسیه بشپړه شوې او ډېر ژر به یې د امنیت شورا او لويې څارنوالۍ ته واستوي.

خو د ولسي جرګې لومړی منشي انجینیر سید اکرام دغه تورونه ردوي او وايي د مالیې وزیر باید په دې اړه جرګې ته اسناد وړاندې کړي.

یوه اوونۍ وړاندې هم ښاغلي زاخیلوال، د ولسي جرګې یو شمېر غړي د ن=شه يي توکو په قاچاق کې پر لاس لرلو تورن کړي وو.

شاوخوا درې اوونۍ وړاندې د کابل د امنیه قومندانۍ د جنايي جرمونو سره د مبارزې د ادارې مشر جنرال ظاهر، د ولسي جرګې پر یو شمېر غړو تور لګولی و چې د پولیسو په چارو کې په ښکاره توګه مداخله کوي او له هغه نه یې د یو خطرناک انسان تښتونکي د خوشې کولو غوښتنه کړې ده.

ولسي جرګې دغه تور رد کړی دی.

تر دې وړاندې د کورنیو چارو وزیر مجتبی پتنګ ویلي و چې د ولسي جرګې یو شمېر غړي له هغه غوښتنه کوي چې ځينې شخصي او ناقانونه اسناد لاسلیک کړي.

د کورنیو چارو وزارت د ویاند په وینا، یوازې په تېرو څلورو میاشتو څه د پاسه ۱۵ زره عریضې دغه وزارت ته رسېدلي چې د ډېر یو منځپانګه په کابل کې د ټکسي لپاره د جواز غوښتنه او د ناقانونه ګمارنو غوښتنې جوړوي.

ورته مطالب