"پر ډيورنډ د امریکا نظر زموږ دریځ نه شي اړولی"

Image caption د بي بي سي د پښتو وېبپاڼې پوښتنې ته د ولسمشر کزري د ویاند دفتر ومنله چې په هغه ناسته کې پر ډیورنډ کرښه خبرې شوې وې.

افغانستان ته په سفر ورغلي د امريکا د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال ویلیم برنز د یکشنبې په ورځ ( د مې ۱۲) د ډیورنډ پر کرښه څرګندونې د کابل او واشنګټن تر منځ د یوې بلې لانجې په توګه رابرسېره شوې دي.

کابل کې د یوه ځايي تلوېزیون له خوا پر ډيورنډ کرښې د پرله پسې پوښتنو په ځواب کې ښاغلي برنز وویل د دوی دریځ هغه دی چې د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي څه موده وړاندې یاد کړی و.

ځانګړي استازي ګراسمن ويلي و چې متحد ایالات د ډیورنډ کرښه د افغانستان او پاکستان ترمنځ نړیواله پوله بولي.

د امريکا د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال دا هم زیاته کړه چې پاکستان او افغانستان باید اوس پر هغو مسایلو ډير پام وکړي چې د دواړو هېوادونو په ګټه دي او د سیمې د ثبات او امنیت لپاره مهمې دي.

ښاغلي برنز تر دې خبرو وړاندې له ولسمشر حامد کرزي سره ليدلي و چې د افغان چارواکو په وینا په هغه ناسته کې هم پر ډیورنډ کرښه خبرې شوې وې.

د بي بي سي د پښتو وېبپاڼې پوښتنې ته د ولسمشر کزري د ویاند دفتر ومنله چې په هغه ناسته کې پر ډیورنډ کرښه خبرې شوې وې.

د ولسمشر کزري ویاند ایمل فیضي وویل: "د ډیورنډ پر کرښه ولسمشر کرزي او د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت معین ښاغلي ویلیم برنز ګټورې خبرې سره تبادله کړې."

د ولسمشر کرزي ویاند د ښاغلي ویلیم وروستیو څرګندونو ته مخامخ څه و نه ویل خو زیاته یې کړه: "د ډیورنډ پر کرښه زموږ دریځ پر خپل ځای دی او د امریکا دریځ موږ له خپل نظره نه شي اړولی."

څو ورځې وړاندې د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند عزیز احمد چودهري د ډیورنډ کرښه حل شوې موضوع وبلله.

ښاغلي چودهري وویل د ده په وینا د دې موضوع یادول د دواړوړ هېوادونو پام له نورو مهمو مسایلو اړوي.

خو افغان چارواکي او په ځانګړې توګه په دې وروستیو کې ولسمشر کرزي ښکاره ویلي دي چې د ډیورنډ کرښه دوی نه مني.

ولسمشر کرزي ویلي و چې لکه د بل هر افغان حکومت په څېر دوی هم دا کرښه هېڅکله نه مني.

د ننګرهار پر ګوشتې ولسوالۍ کې د افغانستان او پاکستان د امنیتي ځواکونو ترمنځ نښتو ته هم ځینو افغان چارواکو په دې سترګه کتل چې ګواکې اسلام اباد د دوی په وینا په لوی لاس د ډیورنډ کرښې موضوع راپورته کوله.

ورته مطالب