"افغان بانکونه باید یوه معتبر بانک پورې ځان وتړي"

Image caption د افغانستان بانک وايي اړينه ده چې هر افغان بانک د ډالري حسابونو د تصفيې لپاره له يوه امريکايي بانک سره تړلی وي، او په خبره يې دا نړېوال اصول دي

د افغانستان بانک وايي د جرمني سوداګريز بانک افغان بانکونو ته ويلي که تر راتلونکو دوو مياشتو د امريکا له يوه معتبر بانک سره ځان ونه تړي دوی يې ډالري حسابونه نه لېږدوي.

د افغانستان بانک وايي اړينه ده چې هر افغان بانک د ډالري حسابونو د تصفيې لپاره له يوه امريکايي بانک سره تړلی وي، او په خبره يې دا نړېوال اصول دي.

د افغانستان بانکونه بايد په نړېواله کچه د خپل اعتبار لپاره له يوه معتبر نړېوال بانک سره شراکت ولري.

د جرمني سوداګريز بانک اروپا او امريکا ته له افغان بانکونو د ډالري حسابونو د لېږلو لپاره له يوه معتبر امريکايي بانک سره د تړلو غوښتنه کړې ده.

د افغانستان بانک وايي د جرمني بانک افغان بانکونو ته ويلي چې پرته له ډالري حسابونو د يورو او نورو پيسو لېږد د همدې بانک له لارې ترسره کولی شي.

د بانک مرستيال خان افضل هډه وال وايي په نړېواله کچه د ډالري حسابونو تصفيه په امريکا کې کېږي او پخپله د جرمني بانک هم اړ دی چې ډالري حسابونه په نيويارک کې تصفيه کړي.

دی وايي د دې لپاره چې د پيسو لېږد اسانه او چټک شي نو ښه دا ده چې پخپله افغان بانکونه له يوه معتبر امريکايي بانک سره تړلي وي:

" د افغانستان بانکونه بايد د خپل اعتبار لپاره له يوه معتبر نړېوال بانک سره شراکت ولري، چې ځېنې افغان بانکونه د جرمني له سوداګريز بانک سره دغه شراکت لري."

وړاندې تر دې ځينو رسنيو راپور ورکړی وو چې ګواکې د جرمني بانک د تورو پيسو په مخنيوي کې د افغان بانکونو له لوري د بانکي قوانينو نه مراعتول او دا چې دا پيسې ترهګرو ته ونه رسېږي خپلې اړېکې پرېکړې دي.

خو د افغانستان بانک دا ردوي، وايي که داسې وای نو د جرمني بانک د هر ډول پيسو په لېږد کې له افغان بانکونو سره پرېکون کاوه، نه يوازې په ډالري حسابونو کې.

خو د اقتصادي چارو يو شمېر پوهان د جرمني بانک وروستۍ پرېکړه د افغاني بانکونو په زيان بولي وايي، ښايي اروپا او امريکا ته له افغانستان نه د پيسو په لېږدولو کې ډېرې ستونزې رامنځته کړي.

خو د افغانستان په دې اړه اندېښنې بېځايه بولي، او دا يوه عادي پروسه ګڼي چې په خبره يې په نړۍ کې ټول بانکونه يې بايد مراعت کړي.

دوی وايي د افغانستان ځېنې بانکونه همدا اوس له امريکايي بانکونو سره تړلي دي او په خبره يې پاتې نور هم په دې برخه کې کار کوي.