هلمند کې چاودنو اووه افغانان وژلي

هلمند
Image caption په چاودنو کې ټول وژل شوي ولسي وګړي دي.

د هلمند ګرمسېر بازار په مېله کې د ریموټ کنټرول په مټ چاودنه شوې، چې لږترلږه درې ولسي وګړي یې وژلي او د څلورو ماشومانو په ګډون اووه نور ټپیان دي.

د هلمند امنیه قومندانۍ ویاند شمیم نورزي رسنیو ته ویلي، د ګرمسېر بازار مېله کې یو موټرسایکل درول شوی و، چې چاودېدونکي توکي په کې ځای پرځای شوي وو.

همداشان، د دغه ولایت مارجې ولسوالۍ په سیستاني سیمه کې د ولسي وګړو یو تونس موټر پر ماین ختلی، چې لږترلږه درې ولسي وګړي په کې وژل شوي او یو بل ټپي دی.

تېره ورځ هم د موسی کلا لنډې ناوې په دوراهي سیمه کې د بهرنیو ځواکونو پر یوې قرارګاه ځانمرګی برید شوی و.

په کابل کې د ایساف ځواکونو ویلي، چې د هېواد په سوېل کې یوه ځانمرګي برید د ایساف درې سرتېري وژلي.

ایساف وايي، دا پوځيان د تېرې دوشنبې په ورځ (ثور، غویی ۲۳/مې ۱۳) هغه مهال ووژل شول، چې په چاودېدونکو توکو یو ډک ګاډی چې ځانمرګی برید کوونکی هم په کې و، د ایساف پر یوې اډې برید وکړ.

که څه هم ایساف د وژل شویو بهرنیو سرتېرو هویت نه دی ښودلی، خو د جورجیا دفاع وزیر ایراکلي الاسانیا یوه تلوېزیون ته منلې ده، چې "اورپکو پر یوې اډې له چاودېدوکو توکو ډک موټر چوولی دی".

نوموړي د خپلو پوځيانو پر وژنې ژوره خواشيني ښودلې ده، او دا یې هم ویلي، چې برید کې یو شمېر جورجي پوځيان ټپیان شوي هم دي.

خطرناک برید

الاسانیا د خپلو پوځيانو پر وړاندې دا په افغانستان کې تر ټولو ډېر "ډېر خطرناک" برید بللی دی.

د هلمند امنیه قومندانۍ ویلي، چې په دې برید کې یو افغان هم وژل شوی.

وسله والو طالبانو د دغه برید پړه منلې ده او ادعا کوي، چې "لسګونو" بهرنیو ځواکونو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

د دغو درېیو جورجي پوځيانو په وژل کېدو سره په افغانستان کې د وژل شویو جورجي پوځيانو شمېر ۲۲ ته رسېدلی دی.

د جورجیا نژدې ۱۵۷۰ پوځيان د افغانستان په سوېلي ولایت هلمند کې مېشت دي.

په قفقاز کې دغه کوچنی هېواد (جورجیا) د ناټو له چوکاټ بهر په افغانستان کې د پوځيانو د ګډون له اړخه لوی هېواد ګڼل کېږي.

په افغانستان کې د ناټو په چوکاټ کې نژدې سل زره پوځيان د وسله والو پرضد جګړه کې ښکېل دي.

Image caption د جورجیا نژدې ۱۵۷۰ پوځيان د افغانستان په سوېلي ولایت هلمند کې مېشت دي.

د مهال وېش له مخې، د ۲۰۱۴ کال تر پایه له افغانستانه زیاتره بهرني ځواکونه وځي او امنیتي چارې یې افغان ځواکونو ته سپارل کېږي.

خو د امریکا په ګډون د ناټو ځینې غړي هېوادونه غواړي، تر ۲۰۱۴ کال وروسته هم افغانستان کې خپل پوځيان پرېږدي.

جورجیا هم غواړي، چې د افغان ځواکونو د روزنې په موخه په افغانستان کې خپل ځینې روزونکي پوځيان پرېږدي.

څو ورځې وړاندې ولسمشر حامد کرزي وویل، چې د ناټو زیاتره هغه غړي هېوادونه، چې په افغانستان کې پوځیان لري، غواړي په دغه هېواد کې پاتې شي، خو په وینا له هر هېواد سره باید د هغوی د پوځيانو د پاتې کېدو او د هغوی د فعالیتونو په اړه تړون وشي.

ورته مطالب