امریکا د پوځي اډو په باب د کرزي څرګندونې رد کړې

هوګو لورینز
Image caption د امریکا مرستیال سفیر وايي، له افغان چارواکو سره د اډو په اړه هېڅ خبرې نه دي شوې.

په کابل کې د امریکا سفارت وايي، تر ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې د امریکايي پوځي اډو په اړه د ولسمشر حامد کرزي تېرې څرګندونې "ناسمې" دي.

د بي بي سي له هارون نجفي زاده سره په ځانګړې مرکه کې مرستیال امریکايي سفیر هوګو لورینز ویلي، چې امریکا له افغان اړوندو چارواکو سره افغانستان کې د احتمالي جوړېدونکو امریکايي پوځي اډو د شمېر او ځای په اړه هېڅ خبرې نه دي کړې.

ولسمشر کرزي د تېرې پنجشنبې په ورځ (مې ۹/ثور، غويي ۱۹) د کابل پوهنتون جوړېدو د اتیایمې کلیزې په مناسبت جوړه شوې غونډه کې وویل، چې امریکا تر ۲۰۱۴ وروسته د افغانستان په بېلابېلو ښارونو کې نهه پوځي اډې غواړي.

ښاغلي کرزي زیاته کړه: ''موږ موافق یو چې دا اډې ورکړو، تر ۲۰۱۴ وروسته د بهرنیانو پاتې کېدل منو، خو د امن په راوستلو کې باید د زړه له کمي هڅې وکړي''.

ښاغلي کرزي ویلي وو، چې ''د امریکا د افغانستان پلازمېنه کابل، بګرام، مزارشریف، جلال اباد، ګردیز، کندهار، هلمند، شینډنډ او هرات کې له موږ نهه پوځي اډې غواړي''.

لاسرسی

خو د امریکا سفارت دغه لوړپوړي ديپلومات ویلي چې : ''دا ناسمه ده، موږ اصلاً د اډو په اړه هېڅ خبرې نه دي کړې. ځکه چې زموږ پوځيان به د سلامشورې رول لوبوي او دا دوی ته مهمه ده چې د افغان پوځيانو اډو ته لاسرسی ولري''.

دوه کاله وړاندې کله چې د افغانستان او امریکا ترمنځ د ستراتیژيک تړون خبره راپورته شوه، ترڅنګ یې افغانستان کې د امریکايي پوځي اډو د جوړېدو خبره هم د ګڼو وګړو پر خولو ګرمه وه.

همدا وو چې د تېر کال په اکتوبر میاشت کې د امریکا او افغانستان ولسمشرانو بارک اوباما او حامد کرزي په کابل کې د ستراتیژیکو همکاریو تړون لاسلیک کړ.

ورته مطالب