ستاسې غږ: پر فساد تورنو رسوا کول څومره د فساد مخه نیولی شي؟

Image caption دا اوونۍ د افغانستان مالیې وزیر عمر زاخېلوال د ولسي جرګې ځینو هغو غړیو نومونه رسوا کړل چې دی وايي په قاچاق کې ښکېل دي

دا اوونۍ د افغانستان مالیې وزیر د یوه بې ساري ګام په ترڅ کې د ولسي جرګې د ځینو هغو غړیو نومونه رسوا کړل چې دی وايي په قاچاق کې ښکېل دي او له خپل دریځ او واکونو ناوړه ګټه اخلي.

حضرت عمر زاخیل وال چې ولسی جرګې ته د استیضاح لپاره ورغوښتل شوی و، د ننګرهار استازی ظاهرقدیر، د کندهاراستازی لالی حمیدزی، د غزني عارف رحماني، د بغلان محمد عظیم محسني، د فراه سمیع الله صمیم او د پکتیا ولایت استازی محمودخان سلیمانخیل تورن کړل چې د اوړو، شرابو او موټرو په قاچاق کې لاس لري او ناقانونه غوښتنې یې کړې دي.

دغو وکیلانو چې پرې لګېدلو تورونو سخت پارولي، غوښتنه کړی چې د وزیر ادعاوې دې په خپلواکه توګه وڅېړل شي. دوی خپله وزیر زاخیل وال پر فساد تورنوي.

پر فساد تورنو چارواکو د نومونو پر بربڼدولو تاسو څه وايئ؟

ستاسو په نظر دا کار د فساد په مخنیوي کې څومره مرسته کولای شي؟

د فېسبوک، برېښنالیک او یا د ټېلفون له لارې په ستاسې غږ پروګرام کې راسره برخه واخلئ.

زموږد برېښنالیک پته ده: pashto@bbc.co.uk

که غواړئ مخامخ په پروګرام کې ګډون وکړئ د پنجشنبې ماښام پر دې شمېرې ټېلفون وکړئ: ۰۰۴۴۲۰۷۴۳۶۰۹۱۹

د اېس ام اېس يا لنډ لیکلي ټېلفوني پيغام لپاره دا شمېره وکاروئ: ۰۰۴۴۷۷۸۶۲۰۸۸۸۸

ورته مطالب