د طالبانو پر وړاندې د افغان ځواکونو جګړه

Image caption ټاکل شوې افغان امنيتي ځواکونه ډېر ژر د خپل ټول هېواد امنيت ساتنې دنده پر غاړه اخلي.

په نژدې راتلونکي، کېدی شي جون، کې به افغان امنيتي ځواکونه له هغه راهيسې چې په ۱۹۹۲ کال کې د روسيې له ملاتړ برخمن افغان پوځ ړنګ شوی، لومړی ځل د خپل ټول هېواد امنيت ساتنې دنده پر غاړه اخلي.

په وروستيو پاتې سيمو کې چې لا نړيوال ځواکونه به يې افغانانو ته سپاري، امنيتي سلاکاران په داسې حال کې چې افغان پوځ د اورپکيو پر وړاندې جګړې لومړۍ کرښه کې دي، د څارګرو رول لوبوي.

بي بي سي ته په پکتيکا کې د تندر پوځي اډې جګړه ييزو معلوماتو غونډې ته د ورتلو ځانګړې اجازه ورکړل شوې وه.

د تندر قول اردو مرکز د افغانستان جنوب ختيځ کې له پاکستان سره اوږدې غځېدلې پولې په ګډون د ډېرو سيمو مسئوليت پر غاړه لري.

ډله ډله کمپيوټرونه، نقشې او د معلوماتو ورکولو پرمختللی بهير د افغان پوځ نوې بڼه وه، چې اوس کولی شي په خپله خورا پېچلې عمليات ترسره کړي.

افغان ځواکونه په داسې حال کې چې د ناټو ځواکونو ترمنځ د مړينو شمېر کمېږي، د لا زياتې مرګژوبلې ځاني تاون ګالي.

Image caption افغا پوځ د نقشو او هم لاسي (جي پي اېس) الو کارولو سره په کره ډول نښې په ګوته کوي.

د ۲۰۱۲ کال اوږدو کې لږترلږه ۱۱۷۰ افغان پوځيان وژل شوي، چې د ناټو پر تله يې شمېر نژدې درې برابره زيات دی.

د ناټو ځواکونو ترمنځ د جګړييز ځاني تاوان کچه له ۲۰۱۰ کال راهيسې په پرله پسې ډول لوېدلې ده.

د افغان پوليسو مرګژوبله تېر کال ان له دې لوړه وه، چې ۱۸۰۰ سرتېرې يې په کې وژل شوي وو.

تندر پوځي اډه کې قوماندان جنرال شريف يفتلي يو نسل وړاندې د افسر په توګه د روسانو له خوا روزل شوی و، دی اوس د نوي پوځ په اړه چې په راوتو دی، وياړي.

"طالبان د دې وړتيا نه لري چې بيا افغانستان ونيسي. دوی مخامخ جګړه نه شي کولی که دوی دومره پياوړي وی، نو بيا ولې په ښوونځيو کې نجونې مسموموي."

جنرال يفتلي پر دې هم ټينګار وکړ د افغانستان تر ټولو ستر توکم پښتنو نه د سرتېريو جذبولو کچه په ريښتيا هم داسې يو ملي پوځ جوړوي.

تر تېر نژدې وخت پورې خورا ستونزمنه وه، چې پښتانه پوځ سره يو ځای کېدو ته وهڅول شي.

د عمل پر ډګر ډېورېنډ کرښې ته نژدې د طالبانو پر مورچلو بريد کې د قوماندې افسر، جګړن جبار عمرخېل په ګډون ډېری سرتېري پښتانه وو.

دوی طالبان خپل وروڼه بولي، خو په ځپلو کې يې هم زړه نا زړه نه دي.

افغان پوځ د "پامير" په نامه علمياتو کې ښکېل دي، چې له ډېورېنډ کرښې سره نژدې پير کوټې درې امنيت خوندي کولو لپاره پلان شوي دي.

د پوځ تر شا غټ بلډوزرونه راغلل چې افغان سرحدي پوليسو لپاره د پلټنې پوسته جوړه کړي.

د يوې وړې اورپکې ډلې له خوا پر يوې اډې د بريد پر سهار وختي، افغان سرتېري د طالبانو په لټه ووتل.

سرتېرو غوښتل چې طالبان يې وويني او کله چې له خپلو پټنځايونو راوځي نو دوی به يې هم وموندلی شي او منځه يوسي.

Image caption جګړن عمرخېل هڅه وکړه چې د کليوالو ملاتړ خپل کړي، خو ويې منله کله چې پامير عليات بشپړ شي، دلته به نه پاتې کېږي.

سرتېريو په يو لرې کلي کې پلټنه وکړه، او له کورونو يې د طالبانو جنډې (بيرغونه) ښکته کړې.

جګړن عمرخېل هڅه وکړه چې د کليوالو ملاتړ خپل کړي، خو ويې منله کله چې پامير عليات بشپړ شي، دلته به نه پاتې کېږي.

کليوالو شکايت کاوه چې دوی د دوو جنګېدونکو ځواکونو ترمنځ ګير شوي دي.

دې سيمه کې حکومت په لرې واټن احساسېږي.

د کلي يو نارينه هم ښوونځي ته نه دی تللی، او روغتيايي اسانتياوو ته يې لاسرسی يوازې له ډېورېنډ کرښې پورې غاړه پاکستان اړخ کې دی.

دا په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو له پرځېدو راهيسې د نړيوالو مرستندويه پروګرامونو تر ټولو جدي پاتې راتلنه ده.

د عملياتو عمومي قوماندان ډګروال عبد القدير وويل پرمختګ مهم دی، خو امنيت بايد تر ټولو مخکې راشي.

"له ۳۰ کلنې جګړې وروسته موږ هر څه ته اړتيا لرو، بيا رغونه، کلينيکونه، ښوونځي او سړکونه. خو له امنيت پرته هېڅ هم نه شو لرلی."

Image caption توپچي کېدی شي جګړه کې د لوبې بدلوونکې وسله شي

پامير عملياتو کې ډګروال قدير د کم واټن ويشتونکي هاوان، او روسي ډي۳۰ ټوپک کاروي چې څو کيلومتره واټن ويشتلی شي.

د مخکې کرښو معلوماتي ټوليو د څار له هسکو سيمو د مځکې نقشې کښلې، او د نقشو او هم لاسي (جي پي اېس) الو کارولو سره په کره ډول نښې په ګوته کوي.

توپچي کېدی شي جګړه کې د لوبې بدلوونکې وي، په اغېزناکه توګه د پوځ دا توان ښه کوي چې مځکه ورسره خوندي کړي او د نړيوال هوايي ځواک ځای ونيسي چې نور به دغه هېواد کې نه وي.

حکومت اوس پر دې کار کوي چې د خپل توان زياتولو لپاره له نورو تېرو شخړو راپاتې پخوانی توپچي څنګه سره ورغوي.

ورته مطالب