طالبانو څلور نور ترکان هم خوشي کړل

طالبان
Image caption وسله والو طالبانو په خپره کړې اعلاميه کې هيله څرگنده کړې چې دا گام به د دوى او ترکيې د نژدېوالي لامل وگرځي.

وسله والو طالبانو څلور تنه نور ترکي انجينران هم له بنده خوشي کړل، چې په ټوله کې اته تنه ترکي انجينران د يادو شويو ځواکونو له خوا نيول شوي وو.

وسله والو طالبانو د يوې رسنيزې خبرتيا په ترڅ کې ويلي دي چې پاتې څلور تنه ترکي وگړي هم پرون (سه شنبه/ مې ۱۴) ددوى له خوا روغ رمټ خوشي شول او د هغه هېواد چارواکو ته وسپارل شول خو نه يې ده څرگنده کړې چې دا چارواکي څوک وو.

څنگه او چېرته ورته دا بنديان وسپارل شول، خو ويلي يې دي چې دا کسان يې له ترکي مسلمانانو سره د خواخوږۍ او د هغه هېواد د حکومت د قدردانۍ په توگه پرېښودل.

وسله والو طالبانو په خپره کړې اعلاميه کې هيله څرگنده کړې چې دا گام به د دوى او ترکيې د نژدېوالي لامل وگرځي.

دغو وسله والو څلور تنه ترکي وگړي وړمه ورځ خوشي کړي وو، چې په وروستي گام سره ټول اته تنه ترکي وگړي خوشي شول.

خو نه ده څرگنده چې له ترکانو سره ددووتنو نيول شويو اوکرانيانو او يوۀ افغان برخيلک څنگه دى.

دا کسان شاوخوا يوه مياشت مخکې هغه مهال د وسله والو طالبانو لاسونو ته لوېدلي وو، چې د سپرلۍ الوتکې يې په لوگر ولايت کې بېړنۍ ناسته وکړه.

سره له دې چې اوسمهال ١٠٩٨ ترکي سرتېري د ناټو په اډانه کې په افغانستان کې شتون لري خو يو شمېر کارپوهان وايي چې وسله وال طالبان له ترکي پوځيانو سره نرم چلند کوي.

د تېرو لسو کلونو په ترڅ کې د جګړې په ډګر کې دغو ځواکونو ته هېڅ راز مرګ ژوبله نه ده اوښتې، او يوازې ١٤ تنه سرتېري يې د الوتکې د نسکورېدو په يوه پېښه او ترافيکي ټکرونو کې وژل شوي دي.

ورته مطالب