کابل کې ځانمرګي برید ۱۲ کسان وژلي

Image caption چاودنې تر لسو ډېر ګاډي سېځلي او زیانمن کړي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي، کابل کې د بهرنیو ځواکونو پر ګاډو د پنجشنبې ورځې په ځانمرګي برید کې لږترلږه شپږ ولسي وګړي وژل شوي او تر۳۵ نور ټپیان دي.

د کورنیو چارو له وزارت خپره شوې ویناپاڼه وايي، د برید هدف د اتمې حوزې شاه شهید سیمې په دویم سړک د بهرنیو ځواکونو ګاډي وو.

سرچینه وايي، چې په ټپیانو کې زیاتره ماشومان دي.

په کابل کې د ایساف مطبوعاتي دفتر ویلي، چې د کابل په ننني برید کې د ایساف دوه سرتېري او د هغوی څلور ملکي قراردادیان وژل شوي.

ایساف د وژل شویو سرتېرو او قرادادیانو هویت نه دی په ډاګه کړی.

د برید عکسونه

خو د اتمې حوزې امر عبدالکریم فایق بي بي سي ته وویل: ''د لومړنیو راپورونو له مخې په برید کې څلور بهرنیان او درې ولسي وګړي وژل شوي. نژدې ۱۷ ولسي وګړي ټپیان دي، خو دقیق مالومات نه لرم''.

د عامې روغتیا وزارت هم په برید کې د شپږو کسانو د وژل کېدو خبر تایید کړی دی.

د کابل امنیه قومندانۍ ویلي، برید د پنجشنبې پر ګهیځ (مې ۱۶) شاوخوا اته بجې د اتمې حوزې په شاه شهید سیمه کې د بهرنیو سلاکارانو د ګاډو پر یوه کاروان شوی.

په سیمه کې د کابل امنیه قومندان جنرال ایوب سالنګي خبریالانو ته وویل، د برید هدف د بهرنیو ځواکونو دوه پوځي ګاډي وو:

''نن سهار شاوخوا اته بجې له چاودېدونکو توکو یوه ډکه شوې کرولا د دوو بهرنیو پوځي ګاډو په منځ کې وچوول شوه، چې دوه ګاډي يې سوځولي، نژدې لس نور یې سخت خراب کړي او شاوخوا نژدې دېرش کورونه یې زیانمن کړي''.

نوموړي وویل، چې ژوبل شوي او وژل شوي کسان روغتون ته لېږدول شوي دي.

په سیمه کې عیني شاهدان وايي، د بهرنیو ځواکونو دوه ویجاړ شوي پوځي ګاډي یې ولیدل.

د برید پړه حزب اسلامي منلې ده، د حزب اسلامي یوه بل ویاند هارون زرغون هم منلې ده، چې د برید هدف د امریکايي مشاورینو یو کاروان و.

نوموړي بي بي سي ته د تیلې فون پر کرښه ویلي، چې برید کې یې امریکایانو ته ''ډېره مرګ ژوبله'' اړولې ده.

تر دې وړاندې د تېر مارچ پر نهمه کابل کې یو ځانمرګی برید وشو، چې له کبله یې نهه کسان ووژل.

برید پر بایسکل د ځای پرځای شویو چاودېدونکو توکو له کبله د افغانستان د دفاع وزارت ودانۍ په دروازه کې شوی و.

برید کابل ته د امریکا د دفاع وزیر چک هېګل له سفر سره هم مهاله شوی و.

ورته مطالب