په ننګرهار کې د زیتونو فابریکه بیارغول کېږي

Image caption په ننګرهار کې د کانال ریاست چارواکي د زیتونو د فابریکې د بیارغونې پر وړاندې د ځمکو غصب ستره ننګونه بولي او وايي چې لا هم د دې پروژې شاوخوا ۴۵۰۰ جریبه ځمکه غصب شوې ده.

په ننګرهار ولایت کې د زیتون د پروسس فابریکې د بیارغونې چارې د شاوخوا یو میلیون ډالرو په لګښت په نږدې راتلونکې کې پیلېږي.

څه موده وړاندې د ننګرهار ولایت د کانال ریاست په بیلابیلو برخو کې د څه باندې شل میلیونه ډالرو په لګښت د بیارغاونې د څو پروژو د پلي کولو اعلان وشو.

له دې پروژو یوه یې د ننګرهار د زیتون فابریکې بیارغاونه ده. په ننګرهار ولایت کې د کانال رييس زیارت ګل راحل بي بي سي ته وویل د ننګرهار د زیتون فابریکې د بیارغاونې د پروژې لومړۍ برخه راتلونکې اوونۍ پیلېږي.

د هغه په وینا د فابریکې د ودانۍ جوړول او د پرسونل روزنه د دې پروژې په لومړي پړاو کې ترسره کېږي.

ښاغلي راحل زیاته کړه چې د ننګرهار د زیتون فابریکې بیارغونه د ایټالیا د ۹۰۰۰۰ یورو په مالي مرسته ترسره کېږي.

تولید

نوموړي وویل د دې درې کلنې پروژې په بشپړېدو سره به د ننګرهار د زیتون فابریکې د تولید کچه پنځه زره مټریک ټنه ته لوړه شي.

د ننګرهار د کانال رییس وویل له دې نه به ۴۰۰۰ مټریک ټنه زیتون تېل او پاتې زر مټریک ټنه به د زیتون اچار وي.

د ننګرهار د کانال ریاست چارواکي وايي د زیتون فابریکې له ړنګېدو وړاندې په کال کې اته زره مټریک ټنه زیتون چې نیمايي یې تېل او پاتې نور یې اچار وو پروسس کیدل.

د ننګرهار د کانال پراختیايي پروژه د هېواد په کچه تر ټولو ستره اقتصادي پروژه وه چې په شاوخوا ۲۵ زره هکتاره ځمکه کې رغول شوې وه.

خو اوس چارواکي وايي د نړېوالې ټولنې په مالي او تخنیکي مرسته غواړي دغه ستره پروژه بیا را ژوندۍ کړي.

د کانال ریاست چارواکي د دې پروژې د اړوند ځمکو غصب ستره ننګونه بولي او وايي چې لا هم د دې پروژې شاوخوا ۴۵۰۰ جریبه ځمکه غصب شوې ده.

ورته مطالب