کندهار : میله کې بمي چاودنو مرګ ژوبله اړولې

Image caption چاودنو کې د مرګژوبلې قربانيانو ترمنځ يو شمېر ماشومان هم دي.

کندهار کې چارواکي وايي په دوو پرله پسې چاودنو کې د دريو تنو پوليسو په ګډون ۹ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپيان شوي دي.

چاودنې د کندهار شمال ختيځ عينو مېنه کې هغه مهال شوې، چې خلک د جمعې مېلې ته ورغلي وو.

په چاودنو کې څه د پاسه ۶۰ نور هم ټپيان شوي دي.

په راپورنو کې ويل شوي د مرګژوبلې قربانيانو ترمنځ يو شمېر ماشومان هم دي.

ډېری ټپيان د کندهار ميرويس روغتون ته وړل شوي، چې د يو شمېر حالت يې خطرناک بلل شوی دی.

د کندهار روغتيا مشر عبد القيوم پخلا بي بي سي ته وويل د لږترلږه ۷ کسانو حالت د اندېښنې وړ دی.

عينو مېنه چې په نوې بڼه د استوګنې سيمه ده په تېرو څو کلونو کې د ولسمشر کرزي ورور محمود کرزي په ګډون يو شمېر پانګوالو په پانګونه جوړه شوې ده.

د کندهار والي وياند جاوېد فيصل د فرانسې خبری اژانس ته ويلي چاودنې د دوو موټر بمونو وې.

د کندهار دغه چاودنې يوه ورځ وروسته له هغه کېږي، چې په کابل کې پر يوه پوځي کاروان بمي چاودنې د ۶ تنو امريکايانو په ګډون ۱۵ کسان ووژل.

د عينو مېنې دغو بمي چاودنو پړه لا تر اوسه چا پر غاړه نه ده اخيستې.

طالبانو د اپرېل له وروستيو د خپلو پسرلنيو بريدونو پيل اعلان کړی دی.

دا پېښې په داسې وخت کې کېږي چې افغان امنيتي ځواکونه په کې د خپل ټول هېواد امنيتې دندو پر غاړه اخسيتو لپاره چمتوالی نيسي.

ورته مطالب